جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهپرويز مشرف نن پاکستان کې دفن کيږي

پرويز مشرف نن پاکستان کې دفن کيږي

تاند:( سې شنبه، د دلوې اتلسمه)‏ د پاکستان د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف مړی پرون دوبۍ نه د پاکستان کراچۍ ته لېږدول شوی او تمه ده، چې نن يې جنازه تر سره او خاورو ته وسپارل شي.

مشرف د 79 کلونو په عمر، يکشنبې، په ورځ په دوبۍ کې له اوږدې ناروغۍ وروسته ومړ.

پرویز مشرف په 1943 کې، د اوسني هندوستان په ډيلي کې زیږېدلی و.

 د هند د وېش پر مهال د هغه پلار د پاکستان کراچۍ ښار ته کډه شوی و.

راپورونه وايي، چې د مشرف جنازه او تدفین به نن په کراچۍ کې وشي.

 مشرف په کال 2016 کې د پاکستان نه دوبۍ ته تښتېدلی و.

 هغه له دندې تر ګوښه کیدو مهال د هغه خلاف د ملي خیانت تورونه لګول شوي وو .

 مشرف په 1999 کې، هغه مهال چې د پاکستان د پوځ مشر و، د وخت د ټاکل شوي صدراعظم نواز شريف حکومت نسکور او پوځي حکومت اعلان کړ.

په 2019 کې د پاکستان محکمې هغه ملي خاین وباله او د مرګ سزا يې ورته اعلان کړه.

مشرف په وروستيو کلونو کې د ناروغۍ په پلمه له هېواده تښتیدلی او په دوبۍ کې جلا وطنه و.

نوموړي ته افغانان هم په پراخه کچه د نفرت په سترګه ويني او په خاص ډول د افغانستان د تیرې شل کلنې جګړې د يوه مهم عامل په توګه ېې يادوي.

مشرف په يوه مرکه کې د افغانستان د جمهوري نظام پر ضد د طالبانو بیا منسجمول تاييد کړي او ويلي وو، چې طالبان او حقاني شبکه د پاکستان اتلان دي.

8 COMMENTS

  1. نشته کوم طالبی ځوان چی ددی مردار په جنازه کی دده په څیر یو څو نور هم جهنم ته ځان سره یوسی؟ ؛)

  2. عجیبه دنیا ده< د مشرف دین او دنیا دواره د انسان دپاره د عبرت یو نسخه ده< دی دینا کی دومره ذلیل شو چی د اعدام سزا ورته واورول شول حتی خپل ملک ته هم نشو تللی. د لال مسجد حافظان یی په سومره بی رحمی شهیدان کرل< افغانستان کی ی سومره بی گناه خلگ شهیدان کرل د امریکا د یرغل سره یی د دالرو په خاطر همکاری وکره هم یی فضا په اختیار کی ورکرل هم زمکه< هغه وطن دوستی چی خپل اخرت یی پکی خراب کر هغه وطن دوستی چی د لک هاوو مسلمانانو سرونه یی ورته نذرانه کرل< مشرف ته به نن پاکستان سه گته وکری نن به د پاکستان بی موردی محبت سه مشرف ته سه فایده ولری< موژ باید وطن دوست و اوسو خو داسی نه چی د نورو هیوادو انسانان پکی تباه کرو وطن دوستی شه ده خو وطن پرستی غلطه ده

  3. خپل عمل د لاری مل دی.
    چه څه کریی هغه به ریبی.
    مشرف نه د دین شو او نه د سادین شو. د مشرف د کړو وړو څخه باید دغه نور پنجابی چارواکی فند واخلی.

  4. الله تعالی دې د افغانستان د مظلومو خلکو انتقام ترې واخلي .اسفل اسافلین یې ځای شه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب