دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+ځیني خلک | زهير سپېڅلی

ځیني خلک | زهير سپېڅلی

وايي:
«ځينې خلک داسې دي، لکه کم اصل/بې کيفيته توکي ډېر ژر خپل خوند او  رنګ بدلوي.»
که دغسي بې کيفيته، کم اصل، بې ننګه، بې ايمانه، څو مخي، څو ژبي او د لستوڼو ماران له ژونده وباسو او له ذهنه ئې ليري کړو؛ باور وکړئ، ژوند به مو خوند او رنګ پيدا کړي.
روحاً او جسماً به هوسا شو.
ځيني په نوم اخيستلو څه چي، په دې هم نه ارزي، چي نوم ئې واورو.
دغسي کسان يو بوج او بار وي، چي راسره دی.
که غواړئ، چي ژوند وپېژنئ او ژوند وکړئ، ځيني هېر کړئ، له زړه او ذهنه دا بوج او بار ليري وغورځوئ!
يوه شېبه ئې هم په اړه فکر مه کوئ!
هيڅ مخلوق په هيڅ نه ارزي.
له دغسي کسانو لار واړوئ!
ځان او زړه ترې راټول کړئ!
کم اصل انسان پر کم اصله لاره پرېږدئ!
 لاس ترې واخلئ!
 چي ښه شئ، هوسا شئ!
 او ژوند ته وزګار شئ!
“که خېر و، ورو ورو به ښه کېږم
ما  له کم اصله ياره واخيستل لاسونـه”

2 COMMENTS

  1. دلتوڼې ګوډاګیان، دعفت دښمنان،دانسانیت باطلان ، دجهالت ستر پنډوسکې ، دوه مخی دوه څټی کاواک څاروی د چل او فرېب داړه ماران دتزویر اونیرنګ ماهر غله دهرې کاسې چلو سان ابن الوقت مکروب او ویروسان .
    بیلکل ته رښتیا وایی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب