تاند:( چار شنبه، د دلوې نولسمه) د ملګرو ملتونو سرمنشي مشر انتونیو ګوتېریش د دغه سازمان په عمومي غونډه کې ويلي، چې د افغان ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کېږي او دوی اوس په خپل وطن کې د جلاوطنو په څېر ژوند کوي.
ګوتېرېش زياتوي، د طالبانو د سختو تګلارو له کبله چې ښځی او نجونې یې له عام ژونده شړلې دي په اوس وخت کې افغان ښځې او نجونې په خپل وطن کې د جلاوطنه خلکو په څېر ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په ګډون په نړۍ کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو پر حالت اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل:”موږ د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې له سخت فشار سره مخ یو. د ښځو جنسي او د زېږون حقونه او قانوني خوندیتوب په خطر کې دي، حتی په نړیواله کچه ځینې حکومتونه په څو اړخیزو خبرو کې د جنسيت د نظر د شاملولو خلاف دي.”
هغه وویل، “جنسیتي برابري په بنیادي توګه د قدرت مسله ده او د نارینه وو تسلط بیا ځان ثابتوي، خو ملګري ملتونه د خپلو صفونو په ګډون په هر ځای کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره ولاړ او مبارزه کوي”.
طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې ېې ورته تورونه رد کړي او ويلي، چې ښځو ته ېې د اسلام په رڼا کې محدوديتونه وضع کړي دي.
له زده کړو او کار څخه د ميليونونو نجونو او ښځو محرومول، له محرم پرته روغتيايي مرکزونو او هر چېرته د ښځو پر تلو بنديز، د ښځو د ټولنیزو او اقتصادي فعاليتونو محدودول او ګڼ نور د طالبانو له واکمنيدو وروسته د افغان نجونو او ښځو پر ضد د لګول شويو قيوداتو مهمې برخې ګڼل کېږي.
د سولې نړيوالې نوبل جایزې افغان نوماندې محبوبه سراج په يوه تازه مرکه کې فارن پالیسۍ ته ويلي:« په افغانستان کې ښځې ورکې شوې دي. هره ورځ داسې ښکاري چې دوی نوي فرمانونه صادروي او په سیستماتیک ډول ښځې له عامه ژوند څخه وباسي.»
هغې وویل: «موږ نور شتون نه لرو. موږ نه لیدل کیږو. موږ ته اجازه نشته چې څه وکړو، هرچیرې لاړ شو، مطالعه وکړو، کار وکړو.»
ددوی ښځې غیم لا له دې مردار اسلام سره ، داسې وخت به راشي چې دا سپي به ټول مردار او يا به پاکستان ته ةنډې وهي !!