Homeخبرونهمشرف خښ شو، د پاکستان پارلمان کې ورته د دعا کولو مخالفت...

مشرف خښ شو، د پاکستان پارلمان کې ورته د دعا کولو مخالفت شوی

تاند:( چار شنبه، د دلوې نولسمه)‏ ‏د پاکستان د پخواني ولسمشر جنرال پرويز مشرف جنازه پرون له دوبۍ ښڅ څخه د دغه هېواد کراچۍ ښار کې ته له ليږدول کيدو وروسته ادا او خاورو ته وسپارل شوه.

مشرف په داسې مهال، د کراچۍ په یوه پوځي ادیره کې خاورو ته وسپارل شو، چې د پاکستان د پارلمان غړو ورته له دعا کولو انکار کړی.

پرون د پاکستان د پارلمان مشر صادق سنجراني د عمومي غونډې په پای کې نوموړي ته د دعا غوښتنه وکړه، خو د پارلمان دېرو غړو د غوښتنې مخالفت وکړ او ويې وېل چې هغه ته دعا نه کوي.

 د شمالى وزيرستان استازي محسن داوړ د‌ مشرف لپاره د دعا غوښتونکو مخالفت کړی او ویلي، چې هغه بې شماره خيانتونه کړي دي.

د مشرف جنازه هم کمرنګه وه او د پاکستان مشهور سياستوال او څېرې پکې نه وې موجودې.

مشرف د 79 کلونو په عمر، يکشنبې، په ورځ په دوبۍ کې له اوږدې ناروغۍ وروسته ومړ.

پرویز مشرف په 1943 کې، د اوسني هندوستان په ډيلي کې زیږېدلی و.

 د هند د وېش پر مهال د هغه پلار د پاکستان کراچۍ ښار ته کډه شوی و.

 مشرف په کال 2016 کې د پاکستان نه دوبۍ ته تښتېدلی و. د هغه خلاف د ملي خیانت تورونه لګول شوي وو .

 مشرف په 1999 کې، هغه مهال چې د پاکستان د پوځ مشر و، د وخت د ټاکل شوي صدراعظم نواز شريف حکومت نسکور او پوځي حکومت اعلان کړ.

په 2019 کې د پاکستان محکمې هغه ملي خاین وباله او د مرګ سزا يې ورته اعلان کړه.

مشرف په وروستيو کلونو کې د ناروغۍ په پلمه له هېواده تښتیدلی او په دوبۍ کې جلا وطنه و.

نوموړي ته افغانان هم په پراخه کچه د نفرت په سترګه ويني او په خاص ډول د افغانستان د تیرې شل کلنې جګړې د يوه مهم عامل په توګه ېې يادوي.

مشرف په يوه مرکه کې د افغانستان د جمهوري نظام پر ضد د طالبانو بیا منسجمول تاييد کړي او ويلي وو، چې طالبان او حقاني شبکه د پاکستان اتلان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...