پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهامر بالمعروف د بې ږيرې او کم عمره امنيتي ځواکونو خلاف کمپاین...

امر بالمعروف د بې ږيرې او کم عمره امنيتي ځواکونو خلاف کمپاین پیل کړی

تاند:( چار شنبه، د دلوې نولسمه)‏ ‏د طالبانو د امربالمعروف وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، چې لوړ پوړي پلاوي يې د نظامي لیکو د تصفییي په موخه د طالبانو د استخبارتو عمومی ریاست له يو شمېر ریاستونو څخه لیدنه کړې ده.

سرچینه زیاتوي، چې دغه پلاوي له اړوندو طالب چارواکو وغوښتل، چې بې ږیري او کم عمره هلکان دې خپلو لیکو ته نه داخلوي.

 د طالبانو د امر بالمعروف وزارت يوه مقام ملا راز محمد حامد خبرداری ورکړی، چې د دغه امر سرغړونکي کسان به محاکمه او مجازات شي.

د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده هم د واکمنۍ په څه باندې يو نيم کلنه دوره کې يې په پرله پسې ډول داسې غوښتنې کړي، خو د امر بالمعروف وزارت له خبرداري ښکاري چې طالبانو د خپل عمومي مشر دغه امر نه دی پر ځای کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب