شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخند له افغانستان څخه د ډالرو او سرو زرو پر...

ملا حسن اخند له افغانستان څخه د ډالرو او سرو زرو پر ويستو قیودات وضع کړل

تاند:( سې شنبه، د دلوې اتلسمه)‏ د طالبانو د ادارې رييس الوزرا ملا محمد حسن اخند له افغانستان څخه د ډالرو او سرو زرو په ويستلو نوي قيودات لګولي.

د نوموړي د دفتر په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د هوا له لارې څوک له افغانستان څخه تر پينځو زرو او د ځمکې له لارې تر پينځو سوو د ډېرو ډالرو د بهر ته وړلو اجازه نه لري.

سرچینه زیاتوي، چې د دې پریکړې له سرغړونکو سره به جدي چلند کیږي او له لس ورځو تر يوه کاله به په بند محکوم شي.

په اعلامیه کې د سرو زرو او قیمتي ډبرو په بهر ته وړلو هم د محدويتونو يادونه شوې، خو جزییات یې نه دي روښانه شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې اړه تر دې مخکې د افغانستان په قوانينو کې هم ځینې قيودات او احکام موجود وو.

خلکو د یادې پریکړې هرکلی کړی او د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه ساتلو لپاره ېې مهم اقدامات بللي.

2 COMMENTS

  1. وه خر کوسه د سرو زرو په قیمت کله پوهیږې ! سره زر خو ستا دملت نجونې دي چې له خاورو د لاندې کړې ! ای دله تاجک اوزبک خپل حق د فدراسون در ځخه غوشتلی‌ شي څکه چې ته څناور یې او هغوی خپلو نجونو ته تعلیم غواړي او‌حق یې هم لري ، بیا به تاسو دلګان له تورو پټکویو سره چټلستان ته منډې وهی او پښتانه به تبا کړۍ ! دنړۍ حوصله درټه تنګه ده !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب