یو سات په دې چرت کې وم چې دا څنګه ممکنه شوه چې ایران د ولسي جرګې په وکیلانو ډالرې ووېشلې او حتی آوازه وه چې کرزي ته يې په رڼا ورځ هوايي میدان او لا ارګ ته د پیسو بوجۍ دننه کړې. بیا هم، چې د رایو ځای راغی تقریبا ټولو د امریکا سره په سټرا ټیجیک تړون آمنا وکړه .
آیا زموږ وکیلان دومره وطن پالونکي دي چې ډالر هم د ملک له ګټو جاروي؟ زه وایم دلته به د خیرالامور اوسطها خبره وي. مانا پیسې له بکر نه واخله ډنډۍ د زید په لوري وهه. و کیلان په دې کې یو څه تجربه هم لري. پخپله په همدې طریقو راغلي. څه پولاوونه چې ناکامه شوو وکیلانو د رایو په تمه په احتمالي ملاتړو نه دي خاورې کړي، څه واسطې چې یې نه دي کړي….. دا ټولې درمسال ته خټې شوې، ګټه په تیاره نورو د نر زامنو(همدو کامیابو شوو وکیلانو) وکړه. ایرانیان په دې تمه و چې ډالر ورکړه، رایې واخله. خپل دا کلاسیک بیت یې هېر شو چې وايي:
دیدي که چي کرد آن ستمګر
خود ملعبه برد و دیګرې زر.
وړمه ورځ یوه ملګري د ایراني آخوندانو پسې سازه کړې وه چې،
یک نخود کله و ده من دستار + غیر تشویش چي معنا دارد؟
د استاد شپون دا لیکنه د ۲۰۱۲ د مې په ۲۸ په تاند کې خپره شوې وه.