یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د دوکتور لطیف بهاند‌ روانه ژباړه او د ليف نيكولايوويچ ناتاشا

د دوکتور لطیف بهاند‌ روانه ژباړه او د ليف نيكولايوويچ ناتاشا

جګړه او سوله

د مقتصد لیکنه
هغه اثر چې د لوستونکي په ذهن کې يوه پراخه نړۍ، د مينې او مبارزې،‌ تاوتریخوالي او بحران‌ يو لوی داستان په تېره بیا د ناتاشا آرام او له مينې ډک چلند‌ او د هغې کوډګر غلچک‌ د تل پاتې یاد‌ په توګه پرېږدي، د ليف نيكولايوويچ تولستوی ‘جګړه او سوله’ دی.
جګړه او سوله چې يو نړيوال ناول دى، په نولسمه پېړۍ كې نامتو روسي ليكوال ښاغلي ليف نيكولايوويچ تولستوى ليكلى او دوكتور لطيف بهاند له روسي ژبې نه پښتو ته راړولى دى. تولستوی چې د هر وخت یو له غوره لیکوالانو څخه شمیرل کیږي دغه ناول يې په نړیوال ادب کې د یوې لویې لاسته راوړنې په توګه لا هم په خپل ځای ولاړ دی.
د ‘ناتاشا’ په نوم يو څوک چې د کوډګر او غلچکي نظر درلودونکي او پر نورو د باور او مينې ډکه څېره ده، په دغه ستر او اوږد رومان کې له ليکوال سره د ناپليون لخوا د را پيل شوې جګړې او ګډوډۍ د پس منظر په وړاندې کولو کې د يوې پراخې ټولنې، مینې، جګړې او سولې داستان ته خوندور وجود وربښي‌. همدارنګه د کوډګر نظر درلودونکي دغه نجلۍ (ناتاشا)، پییر بیزوخوف او اندري بولکونسکي هغه کرکټرونه دي چې برخلیک یې د دوی د ملت له برخلیک سره تړلی دی.
په رومان کې لیکوال د روسي ملت هېواد پالنې‌، جګړې او سولې ترڅنګ د مينې، کرکې او بیا د مرګ او ژوند په موضوع هر اړخيزه ليد وړاندي کوي، ليکوال د پییر له وجودي کړکېچ څخه نیولې بیا د انډري ستویک انټروسپیکیشن او د نتاشا له جذباتي روح څخه څو داسې کرکټرونه جوړ کړي چې د يوې نړيوالي مبارزې پر مهال د انساني ژوند او شرايطو سره په هر حالت کې سمون لري.
ليف نيكولايوويچ په خپل دغه پراخ تاريخي داستان کې، د جګړې او سیاسي ناکراریو ترڅنګ د بشري اړیکو څو اړخیز طبیعت په وړاندې کولو سره نه يوازې دا چې لوستونکی د ناپليون لخوا د را پيل شوې جګړې او ګډوډۍ څخه باخبر وساتي، بلکې په ټولنه، افرادو او اجتماعي شعور باندې يې د جګړې اغېز هم تشريح کړی دی.
په دې اثر کې لکه څرنګه چې دوکتور لطیف بهاند يې يادونه کړې د يوه ملت د رجحاناتو، ویاړنو، غم، ښادۍ او غرور هر اړخيزه سپړنه شوې ده. دغه راز په رومان کې سیاسي دسیسې، د واک لپاره مبارزه او د ایډیالوژیو ټکر داستان لا پسې خوندور او غني کړی دی چې په داستان کې موجود کرکټرونه يې د بهرنیو شخړو سره، سره په خپل چارچاپېر کې د داخلي ستونزو او کړاوونو سره هم مخامخ اوسي، د لوستونکي په ذهن کې د ژوند اصل، هدف او بیا د مرګ په اړه د بېلابېلو پوښتنو سربېره د ځوابونو په را پيدا کولو کې مرسته کوي.
‘ليف نيكولايوويچ تولستوی’ د تاریخ او برخلیک په اړه د دودیزو نظریاتو په ننګولو سربېره په دغه داستان کې ښکېل کرکټرونه دومره عالي تشريح کړيدي چې هر یو يې په جلا جلا توګه د لوستونکي د پام وړ ګرځي، يعني د کرکټرونو هر کردار او عمل يې د هغه په ذهن کې د حقیقي ژوند‌‌ رنګ او شرنګ پرېږدي. باید ووایم چې د ښاغلي ليف نيكولايوويچ تولستوی له هنري او ادبي ځانګړنو يې يو هم دغه ده چې په خپل داستان کې د غم، ښادي، بریا او ناکامۍ په بیانولو او تشريح کولو سره په دې هر يوه کرکټر کې د ژوند ساه پوکي.
د داستان په پای کې‌ چې د کوډګر او غلچکي نظر درلودونکي دغه نجلۍ (ناتاشا) او پییر، د دوی د مینې او فکري تړاو په سبب پخپلو کې سره يوځای کېږي، په ګډه دې پايلي ته رسي چې ریښتینې خوښۍ د شتمنۍ یا موقف په درلودلو نه، بلکې له هغو کسانو سره د اړیکو په هغو ساده‌ او غیر معمولي شېبو درلودلو کې ده چې په واقعي مانا دوی ته ګران دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب