شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهایران کې د خونړیو چاودنو د عاملانو په اړه د موندنو تازه...

ایران کې د خونړیو چاودنو د عاملانو په اړه د موندنو تازه جزییات

تاند (شنبه، د جدي ۱۶ مه) د ایران په کرمان ښار کې د سپاه پاسداران ځواک د پخواني قومندان قاسم سلېماني د وژل کېدو پر څلورمې تلین غونډې د دوو درنو چاودنو په تړاو تازه جزییات رسنیز شوي.

د ایران د استخباراتو وزارت ویلي، چې په دې تور یې ۱۱ تنه نیولي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ترسره شوې پلټنې څرګندوي چې د یوې چاودنې یا ځانمرګي برید عامل د تاجیکستان وګړی و.

سرچینه زیاتوي، چې د دویمې پېښې د عامل په اړه لا پلټنې بشپړې شوې نه دي.

په ورته وخت کې رویټرز خبري اژانس د دوو امریکایي چارواکو له قوله ویلي، چې د دوی د معلوماتو له مخې، یاد شوي بریدونه داعش ډلې د افغانستان له خاورې سمبال کړي وو.

دغو سرچینو ټینګار کړی، چې دغه معلومات یې د نه انکار وړ دي.

په افغانستان ګې د طالبانو د واکمن رژیم چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې د نورو هېوادونو خلاف د افغانستان د خاورې د کارول کېدو ادعاوې بې اساسه ګڼلي دي.

1 COMMENT

  1. امریکا غول خوري ددوۍ د افغان ولس په وینو اوښه لا نه ده ماته سوې اوس نورې بانې لټوي! 😡دغه نیو نازي سیهو نیستي لعنتیانو د بشریت ددښمنانو کار ده. 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب