شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپښتون ژغورنې غورځنګ: پښتین د پنجاب یوه زندان ته لېږدول شوی

پښتون ژغورنې غورځنګ: پښتین د پنجاب یوه زندان ته لېږدول شوی

تاند (شنبه، د جدي ۱۶ مه) پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ویلي چې مشر یې  منظور پښتین د پاکستان د پنجاب ایالت یوه بل زندان ته لېږدول شوی.

د دغه غورځنګ یوه غړي ادریس پښتین ویلي، چې منظور د جهلم ضلعې ته وړل شوی او هلته زنداني دی.

هغه د جنورۍ پر څلورمه په اسلام اباد کې د محکمې لخوا په ضمانت تر خوشې کېدو وروسته له اډيالې زندانه “ناڅرګنده” ځای ته وړل شوی وو.

د پي ټي اېم غړي وایي د منظور پښتین پرضد پوليسو لا مقدمه نه ده په ډاګه کړې.

نوموړی له څه مودې راهیسې د پاکستان امنیتي ځواکونو بندي کړی او په پرله پسې توګه یې د خوشې کېدو د پړاوونو له ترسره کېدو وروسته بیا هم د نوو قضیو په پلمه نه دی خوشې کړی.

د پښتین  د نیول کیدو پر ضد د پاکستان په ګډون د نړۍ په مختلفو ښارونو کې لاریونونه او اعتراضونه شوي.

پرون د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون هم د نوموړي د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

1 COMMENT

  1. د پښتون ژغورنې غُرځنګ مشر ډ.منظور احمد پشتین لاسونو ته د بیګناهۍ هتکړئ اچول شوي ؛یوه میاشت ې دیره اسماعیلخان ؛پیښور او؛ اظلام عیبوټ! کې جیلونو او محکمو کې بندي کړ ،او تیره ورځ د اډووکیټانو په دفاعیه چې ضمانت ې قبول شوی دی او ژر ترژره به آزاد شي؛!
    لاکن دا منافق او تروریست وردیوالاګان نه پخپله فیصله ولاړ دي او نه پر اسلام او انسانیت! ؛دویته خپلې ډالرې او پاناما پیپرز! مهم دي. دوی د ابلیس د لاهورۍ دروازې د هیر مڼډهي د هرمونو راوا انور او امثالهم کرنیل جرنیلانو ټهیکه داران دي
    .دوی له پښتنو د ژغورنې له حق غوښتنې او د لر او بر یو موټی پشتون/افغان له نعرې ډاریګي
    منظور یو ژوندون
    منظور پیوستون
    منظور دی تړون
    منظور ته سلام منظور ته د سولې او صحت پیغام ؛دا سنګه آزاديده؟؟
    …یحبونهم کحب الله ،والذین آمنوا اشد حباََ لله…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب