شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+کچالو له کوم ځایه راغلي؟

کچالو له کوم ځایه راغلي؟

تاند- کچالو یا الوګان په نړۍ کې له غنمو، وریجو او جوارو وروسته تر ټولو ډیر تولیدیږي.

کچالو، چې ځینې پښتانه یې پټاټې هم بولي، په جنوبي امریکا په تېره بیا په پیرو او بولویا کې پیدا شوي او څېړونکي ګومان کوي چې له شاوخوا ۴ زره تر ۸ زره کاله پخوا د دې سیمې په وچو او سړو سیمو کې هغو سورپوستو کرل چې په دغو سیمو کې اوسیدل.

د ډیرو نورو خوړل کېدونکو سبزیو خلاف کچالو په لوړو او غرنیو سیمو کې هم کېږي. له همدې امله د افغانستان په ډیرو سیمو په تیره بیا مرکزي ولایتونو لکه میدان وردک، غزني، دایکنډي او بامیان کې لا ډیر کرل کېږي ځکه چې هوا یې وچه او سړه ده.

له جنوبي امریکا څخه نورې نړۍ ته کچالو په ۱۵۷۰ م کال هسپانیایانو خپل هیواد ته یووړل او ورور ورو په ټوله اروپا کې یې کښت دود شو. بریتانیایانو بیا د اسیايي هیوادونو د استعمار په لړ کې د دې لویې وچې په هیوادونو کې دود کړل.

کچالو په ډیرو هیوادونو کې د بېوزلو خلکو ښه خواړه ګڼل کېږي. ځکه چې حاصل یې زیات او قیمت یې په نسبي ډول کم دی.

په ۱۸۴۵ او ۱۸۴۶ کلونو کې په آیرلنډ کې یوې ناروغۍ یا افت د کچالو ټول حاصلات خراب کړل. له دې کبله ۴ میلیونه او ۳ لکه آیرلنډیان مړه شول او سلګونه زره نورو د خوړو د موندلو لپاره د امریکا په شمول نورو ځایونو ته پناه یووړه.

اټکل کېږي چې په نړۍ کې هر کال ۳۳۰ میلیون ټنه الوګان تولیدیږي.

که څه هم اوس په څه باندې ۱۴۰ هیوادونو کې الوګان کرل کېږي خو لوی تولیدوونکي یې چین، هند، روسیه، پولنډ او امریکا ګڼل کېږي.

کله چې کچالو سپین کړو، پوست یې واړوو، رنګ یې توریږي، د دې لپاره چې تور نه شي په اوبو کې یې واچوئ او لږ مالګه ورګډه کړئ. مالکه یې خوند هم ښه کوي او د ویټامینونو د بایللو مخه یې هم نیسی.

د نه خرابیدو لپاره یې له پیازو سره یوځای مه ساتئ.

د دې لپاره چې کچالو مو خراب نه شي باید داسي کچالو انتخاب کړو چې وهل شوي نه وي، تېغ یې نه وي وهلی، کلک وي.

په ځینو الوګانو کې ځینې برخې زرغون رنګه وي، هغه باید ونه خورو ځکه چې زهرجنې وي.

5 COMMENTS

  1. د کچالو په هکله جالب او په زړه پورې معلومات دي . خو باید وویل شي کچالو او الو یا آلوګان دوه مختلف شیان دي . کچالو یوه سبزي یا سابه دي ، چې ترمځکې لاندې کرل کیږي . په انګلیسي کې ورته پټېټو او زمونږ کندهاري هېوادوال یې په خپله خوږه لهجه له همدې امله پټاټې بولي .
    اما آلو یوه مېوه ده ،چې په کوچنیو ونو کې تولیديږي . دا مېوه مختلف رنګونه او زیات غذایي ارزښت لري . آلو زیات مقدار ویتامین سي او ویتامین آ لري . باید د آلو خستکه یا هسته ، هېڅکله ونه خوړل شي ، ځکه هغه زهري د ه .

  2. د تاند له محترمو چلونکو نه مننه ، چې د پېښوریانو په ژبه کچالو ته آلوګان ویل کیږي . البته ایرانیان ورته سیب زمیني وایی او دا کلمه یې له فرانسوي ژباړلې ده . په هالندي ژبه هم آرد آپلن ورته وایي، چې هماغه د فرانسوي کلمې ژباړه یا مځکنۍ مڼې یې بولي ، ده .

  3. لر او بر پښتانه ورته پټاټې او الوګان وای.
    اما آلو یوه مېوه ده ،چې په کوچنیو ونو کې تولیديږي . دا مېوه مختلف رنګونه او زیات غذایي ارزښت لري .لکه آلو چه په انګلیسي کی ورته plum وای او په پښتو ژبه کی ورته آلو یا الوچه وای.
    آلوبالو چه په انګلیسي کی ورته cherry black او ګیلاس ته په انګلیسي کی White Gold Cherry وای.
    ګیلاس ته ځمونږ په وطن کی شاهی میوه هم وای.
    دا وه ځما نظر خو د افغانستان د کرنی او زراعت پوهانو نظر ته هم په تمه یم چه په دغه باره کی یو څه ولیکی. چه ورسره هم نظره شم.

  4. موږ او یو څو نور ګران وطنداران مو د اوسیدو ځای ته نژدی پټی لرو او تقریباً هره سابه پکی کرو.
    که څه هم ټول پښتانه یو ( البته د افغانستان د مختلفو سیمو پښتانه) خو د ځینو سابو نومونه ډیر توپیر سره لری.
    امّا اصلی خبره:
    ځینی ئی کچالو بولی، ځینی ئی الو بولی او ځینی ئی الوګان بولی او موږ ئی پټاټی بولو ( غالب ګومان به دا وی چی الوګان د الو جمع بڼه ده) البته د کچالو کلمه هم د کچ او الو ترکیب دی ( کچ یعنی ځمکنی یا مځکنی مانا د درختی الو نه بلکه د مځکی الو ).
    بله دا چی د الوګانو د اوږدی مودی د ساتلو یو چل دا دی چی باید د ټوکر یا پلاسټیک په تورو کڅوړو کی واچول سی.
    پټاټه خوندوره ده خو د ناځوانه لور د شکری د ناروغی سره خیښی کړیده ( د شکر ناروغان ئی خوړلو ته باید ډیر لیوال نه وی ).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب