شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+تش انځور | زهیر سپېڅلی

تش انځور | زهیر سپېڅلی

حکومت له ملته جوړېږي.
ملت او حکومت يو دي او د ګډ هدف لپاره مزل کوي.
حکومت د خپل ملت وګړي دي، چي  په يوه ګډ نظام کي کار کوي، يو منظم سيسټم چلوي او د خپلي خاوري او خپلو خلکو لپاره کار او خدمت کوي.
د حکومت دنده ده، چي خلکو ته خدمت وکړي، د کار او تعليم زمينه ورته برابره کړي او د دوی حقوق خوندي کړي.
دا هغه وخت کېږي، چي حکومت او ملت ځان يو و بل وګڼي. پر يو و بل باور ولري او له يو و بله ډار و نه لري.
ملت هم بايد خپل حکومت خپل استازی وګڼي.
له خپل حکومت سره اوږه پر اوږه کار وکړي.
هر څه د حکومت پر اوږو بار نه کړي او نه هر څه د حکومت مسؤليت وګڼي.
ملت بايد حکومت وڅاري، چي څه روان دي؟
ښه کوي که بد؟
د خپلي خاوري او خپلو خلکو په ګټه سياست کوي او که په تاوان؟
حکومت او ملت بايد د يو و بل لارښود وي.
هر څه د حکومت واک او دنده ګڼل، په پټو سترګو هر څه منل او هر څه ښه بلل، د ملت په خير او ګټه نه تمامېږي.
حکومتونه پر خپلو ملتونو سيوري دي، چي وګړي تر هغو لاندي هوسا، ارام او سوکاله ژوند وکړي؛ نه د دې لپاره چي پر خلکو واکمني چلوي، ځانځاني کوي، هر څه د ځان حق ګڼي، باداري او دکتاتوري سيستم ئې جوړ کړی وي.
حکومت بايد په ملت کي محبوب وي.
د ملت په بدن کي بايد لکه وينه وچلېږي. داسي نه، چي د ملت په بدن کي ناسور زخم وي، ملت ترې زورېږي، وګړي ترې ناارامه وي، پر خلکو ئې ډار حاکم کړی وي او  پر ولس بوج او بار وي.
هغه نظامونه او حکومتونه نه دي پاته شوي، چي پرديو جوړ کړي وو او د ملت له غېږي نه وو راټوکېدلي.
پرديو جوړ کړي حکومتونه د پرديو لپاره کار کوي.
د بل ګټي ساتي.
د نورو حکومتونو استازي دي، چي څه موده ئې واک ته ورسوي او پر خپلو خلکو ئې زده کوي.
د څه مودې نابللي مېلمانه وي، بيرته ځي، چي بيا ئې نه چا نوم اخيستی دی، نه ئې ښه نوم پاته وي او نه د خلکو په حافظو کي ځای لري.
موږ او تاسو وينو، چي په تاريخ کي هغه څېرې او نظامونه په کوم نامه يادېږي، چي پرديو راوستي وو او له پرديو سره لاړل.
حکومت که خپله بقا غواړي، بايد له ملته جوړ وي.
په ملت کي ئې محبوبيت وي.
ملي بڼه ولري.
خلک خپل ځان پکي وويني.
د ولس پر زړونو پاچاهي وکړي، نه تش پر سرونو او د ډار له زوره.
د حکومت بقا او پايښت په ملت کي دی.
هر حکومت ته چي ملت تکيه ور نه کړي، ملت ورسره ولاړ نه وي او يا د ملت او حکومت تر منځ واټن راشي، هغه حکومت بيا حکومت چا نه دی ياد کړی.
ډېر ژر ئې ټغر ټول شي.
د کوم حکومت تر شا چي ملت نه وي داسي شي، لکه استاد پسرلی چي وايي:
هر دولت چي پر ملت متکي نه وي
تش د ورېځو بې ثباته تش انځور دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب