شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمولانا فضل الرحمان: د افغانستان سفر کې له ملا هبت الله سره...

مولانا فضل الرحمان: د افغانستان سفر کې له ملا هبت الله سره خامخا وینم

تاند (شنبه، د جدي ۱۶ مه) د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ویلي، چې د افغانستان د سفر پر مهال به د طالبانو د رژیم عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده سره هم وویني.

هغه په یوه مرکه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي چې د دغه سفر بلنه د هغه په اجازه ورته راغلې او دی به خامخا له نوموړي سره وویني.

مولانا فضل الرحمان ټینګار کړی، چې د سفر موخه یې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو هڅه ده.

د طالبانو رژیم له نوموړي سره د ملا هبت الله د لیدو په اړه څه نه دي ویلي.ږ

ملا هبت الله تر دې مخکې د اسلامي همکاریو د سازمان تر چتر لاندې د بېلابېلو هېوادونو له راغلو علماوو سره نه وو لیدلي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، یو ځل د قطر صدراعظم کندهار ته د سفر پر مهال له هبت الله سره د لیدنې خبر ورکړی و.

4 COMMENTS

  1. دا یې لا بله مونږ خو فکر کوو چې ته پخپله ملا هیبت الله یې اوس د خلکو سترګو ته خاورې مه اچوه. پخوا کرنل امام ملا عمر رول ادا کاوه با حمید ګل او بابر و اوس ته ددې فلم اصلي لوبغاړی یې او دا رول ادا کوې. هسې یوه پوښتنه د طالب او نورو افغانانو نه کوم. دا چل به چا ورښودلی وي چې هر څوک ستاسو رهبر وي نو هغه به خلکو ته ځان نه ښايي او ډیر متقي به وي او خبره به یې د کاڼي کرښه وي هغه انګلیسي کې ورته invisible وایي. دا به امریکا او نړیوال نشي پیدا کولی د کوم غار نه به سلطنت چلوي، دا سرکشه افغانان چې د پلار خبره نه مني دا به ټول لکه د دجال ورپسې روان وي، دین به یې هم نامعلوم وي ځکه لږ قران به مني او نور به نه مني د خپل ځان عقیده به د ددین نه اوچته ګڼي او کوشش به کوي چې سیند سرچپه روان کړي خلک بیرته ۱۴۰۰ کاله وروسته بوځي خو بیا د هماغه ۱۴۰۰ خبره هم نه مني. یو خوب او تخیلي فلم غوندی شی روان دی.

  2. خود کوزه و خود کوزه گر و خود گِلِ کوزه

    هر لحظه به شکلی، بتِ عيار برآمد
    دل بُرد و نَهان شد
    هر دم به لباسی دگر، آن يار برآمد
    گه پير و جوان شد
    خود کوزه و خود کوزه گر و خود گِلِ کوزه
    خود رِندِ سَبوکش
    خود بر سَرِ آن کوزه خريدار برآمد
    بِشکست و روان شد!
    مولانا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب