شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهفرهاد دریا د انتقاد کوونکو پر نیوکو غبرګون وښود

فرهاد دریا د انتقاد کوونکو پر نیوکو غبرګون وښود

تاند (جمعه، د جدې ۱۵مه) د مشهور هنرمن فرهاد دریا له لوري د هرات زلزله ځپلیو ته پر جوړو شویو کورونو د ټولنیزو رسنیو کاروونکو بې شمېره نیوکې کړي دي.

فرهاد دریا د انتقاد کوونکو د نیوکو په وړاندې په غبرګون کې ویلي چې له پیله یې هم په پام کې نه و چې زلزله ځپلیو ته به «قصرونه» جوړوي.

فرهاد دریا د هرات د اکتوبر د میاشتې په زلزلو کې بې کوره شویو خلکو ته د سرپناه د برابرولو لپاره نژدې ۷۰ زره ډالر ټول کړل او په هغو یې ۳۷ کوچني کورونه جوړ کړل.

د ده په وینا دا کورونه چې د وردکانو په سنجاب کلي کې د () په طریقه جوړ شوي، د ساده ظاهر خلاف یې د زلزلې او حرارت په وړاندې ډېر مقاومت لري.

فرهاد دریا همداراز پر خپله فیسبوکپاڼه کښلي:«د هرات د شمال لوېدیځ په سختو شرایطو کې، چې زلزلې او وژونکي بادونه پر خلکو قیامت راولي، د زرګونو کسانو لپاره چې سخت ژمی یې ژوند ګواښي، دا تر ټولو غوره او په خیمو او کانتینرونو کې تر اوسیدو ډاډمن هستوګنځي دي. دې ډول کورونو په چیلي، نیپال، ترکیې، ایران او څو نورو زلزله زېږو هیوادونو کې خورا ښخه نتیجه لرلې ده.»

د هرات زلزلو څو اوونۍ دوام وکړ او د تېر دسمبر په وروستیو کې هم دا ولایت یوې زلزلې چې شدت یې تر پخوانبو کم و، ولړزاوه.

که څه هم ډېرو بې دلیله او یا د کورونو د ساده ډیزاین له کبله پر فرهاد دریا نیوکې کړي خو ځینو له دې کبله نیوکې کړې چې د دغو کورونو سایز کوچنی دی. د هر کور اندازه لس متره ده او پخلنځی او تشناب نه لري.

خو فرهاد دریا ویلي چې دا کورونه یې د دې لپاره جوړ کړي چې زلزله ځپلي د سخت ژمي له یخنۍ وژغورل شي.

5 COMMENTS

  1. فرهاد دریا یو عادی او ریښتینی افغان دی لکه د نورو ولسي افغانانو په شان. دا چه مرسته یی کړیده او هم یی راټوله کړیده کور یی ودان.

    فرهاد دریا د عطامحمد نور، ظاهر قدیر، دوستم، محقیق او نورو غدارانو افغانانو په شان د افغانستان ملی دارایی نه ده چور کړی چور کړی چه خلکو ته قصرونه جوړ کړی.

    ښاغلی دریا ته دیی الله ج آجرونه او عزتونه ورکړی.

  2. د دغه سړي خو مې دا د ښځو حرکات او اداګانې بد راځي.
    په هر حال،‌ کورونه یې جوړ کړي ښه یې کړي دي. که څوک وایي چې ښه نه دي، هغه دې پیسې راپیدا کړي او تر دې ښه دې یې جوړ کړي.

  3. سلامونه
    زه هم هم ورسره موافق یم. رښتیا وايي، اتیا میلیونه خو یی نه دي ټول کړي. په اویا زرو خو قصرونه نه ابادیږي. کور یې ودان.. حد اقل دیرش – څلویښټ کورنۍ یې له یخنۍ وژغورل.
    اصلي وطن افغانستان دی

  4. د وطندار په شان زه هم فکر کوم فرهاد دریا نه د عطا نور، نه د دوستم، نه د ظاهر قدیر ، نه د عبدالله او قانوني په شان پیسې ټولې کړي. ده د هرې پیسې حساب لیکلي په دغو پیسو تر دې زیات څه نه جوړېدل. که یې دا هم نه وای کړي، ایا بیا به مو هم غانده؟
    هغوی چې هیڅ یې نه دي کړي او وس هم هیڅ نه کوي چا یاد کړي دي؟

  5. د فرهاد دریا ناشر د کور ودان وي، که کوم بل داسې یو وطندوسته افغان ځوان پیداشې او تر هغو ښه کورونه جوړولی شي ، دا ګز او دا میدان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب