Homeخبرونهد پاکستان د سُني عالمانو شورا مرستیال په اسلام اباد کې ووژل...

د پاکستان د سُني عالمانو شورا مرستیال په اسلام اباد کې ووژل شو

تاند (جمعه، په اسلام اباد کې د نامعلومو وسله والو موټرسايکل سپرو د ډزو په نتيجه کې د سني علماو شورا (کونسل) مرستیال سرمنشي مولانا مسعود الرحمان عثماني ووژل شو.
د پوليسو په وینا، نامعلومو وسله والو موټرسايکل سپرو د اسلام اباد په غوري ټاون کې د عثماني پر موټر ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې مولانا مسعود الرحمان عثماني ووژل شو او چلوونکی یې ژوبل شو.
د سني علماوو شورا ویلي، چې مولانا مسعود الرحمن په ډزو کې وژل شوی دی. د پولیسو په وینا مولانا مسعود الرحمان د سني علماو شورا مرکزي مرستیال جنرل سیکرټري وو. پوليس وایي چي د ملزمانو د موندلو لپاره د لټون عمليات روان دي.

1 COMMENT

  1. دا ټول د انګلیس پلانونه دې چی د ای اس ای په واسطه یې مخته بیایې و پاکستان منفوره اداره ای اس ای د مسلمانانو دښمنه اداره ده چی ټول دانګلیس ناروا ځامن پکښی کار کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...