تاند (جمعه، د جدې ۱۵ مه) په نیمروز ولایت کې له کمال خان بند څخه تر زرنج ښاره د لومړنۍ اوبلارې (کانال) د جوړېدو چارې بشپړې شوې.
له کمال خان بند څخه د نیمروز ولایت تر مرکز زرنج پورې لشکري اوبلاره د ۸۰ میلیون افغانیو په لګښت په ۴ میاشتو کې جوړه شوه.
د کمال خان بند پنځه کاله پخوا د پخواني ولسمشر اشرف غني په حکومت کې جوړ شو خو مخکې تر دې چې له دې بند څخه څلور کانالونه یا اوبلارې وایستل شي، جمهوري نظام وپرزېد.
د هلمند سین د حوزې رييس عبدالهادي وايي، لشکري اوبلاره به نه یوازې د نیمروز د مرکز د اوسیدونکو د څښاک اوبه برابرې کړي بلکې د ګڼو کروندګرو مځکې به هم خړوبې کړي.
د نیمروز ولایت د مرکز اوسیدونکي له کلونو راهیسي د څښاک د اوبو له کموالي شکایت لري او د دغه ولایت کروندګر وايي چې د اوبو د کمېدو له کبله یې ډېرې مځکې شاړې شوي دي.
اوبلار ههههههههههههه……
خوار شي! ویاله یا لښتی ولې نه لیکې؟