یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد ایران د کرمان په چاودنو کې ۱۲ افغانان هم وژل شوي

د ایران د کرمان په چاودنو کې ۱۲ افغانان هم وژل شوي

تاند (جمعه، د قوس ۱۵ مه) ایراني چارواکي وايي چې د کرمان د چهارشنبې د ورځې په چاودنو کې ۱۲ افغانان هم وژل شوي دي.

په دې چاودنو کې، چې د قاسم سلیماني د تلین په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وشوې، ۸۴ تنه ووژل شول او ۲۸۴ نور ژوبل شول.

داعش یا د اسلامي دولت سختدریځې ډلې د دې بریدونو مسوولیت ومانه.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د کرمان ولایت د بهرنیو اتبادعو او کډوالو د چارو عمومي رييس روح الله خضري پور پرون (پنجشنبې) د کرمان د چاودنو د ۱۲ افغان قربانیانو د اوو کورنیو له غړیو سره ولیدل.

ده د دغو چاودنو د غندلو ترڅنګ د قربانیانو د کورنیو غړیو ته وویل چې د ټپیانو د درملنې لپاره پوره هڅې کېږي.

څرګنده نه ده چې د دې پېښې په ټپیانو کې به څو تنه افغانان وي.

د کرمان د بهرنیو اتیاعو او کډوالو عمومي ادارې د وژل شویو افغانانو نومونه په دې ډول اعلان کړي دي:

  1. رضا نورزی
  2. محمد قاسم احمدي
  3. مریم تاجیک
  4. محمد متین احمدي
  5. محمدتاجیک
  6. نازنین فاطمه عزیزي
  7. زهرا فیضي
  8. نظیفه غفوري
  9. نعمت الله اڅکزی
  10. لطیفه اڅکزۍ
  11. معصومه اڅکزی
  12. راز گل علی‌زی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب