پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهد تلویزیونونو د بندولو په لړ کې د بادغیس تلویزیون خپرونې ودرول...

د تلویزیونونو د بندولو په لړ کې د بادغیس تلویزیون خپرونې ودرول شوې

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۳ مه) د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی چې په بادغیس ولایت کې د طالبانو چارواکو د محلي تلویزیونونو خپرونې بندې کړې دي.

دغه مرکز لیکلي چې طالبانو د “ژوندي سارو” د عکس او تصویر له منع کولو وروسته، په بادغیس کې رسنیزې چارې یوازې تر لیکلنۍ او غږیزو خپرونو پورې محدودې کړې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د چهارشنبې په ورځ، د لړم په دویمه نېټه، د طالبانو دا پرېکړه چې په بادغیس کې یې د تلویزیونونو خپرونې بندې کړې، “شا تګ” بللی دی.

دغه مرکز لیکلي چې طالبانو په دې پرېکړې سره د رسنیو ازادي تر پخوا لا ډېره محدوده کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د ځایي رسنیو د سرچینو له قوله وایي چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په بادغیس کې رسنیو ته په رسمي ډول امر کړی چې په خپلو خپرونو کې دې د “ژوندیو موجوداتو تصویر” نه کاروي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له رسنیو غوښتنه کړې چې د امر بالمعروف قانون ته په پام، د ژوندیي سارو  پر ځای دې په خپرونو کې له لوحو او بې‌ځانه شیانو له تصویرونو څخه کار واخلي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز تایید کړه چې د طالبانو د دې پرېکړې په پایله کې په بادغیس کې د ملي تلویزیون فعالیت، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، او همدارنګه د خصوصي “عبور” تلویزیون خپرونې بندې شوې دي.

د دې مرکز په وینا، د بادغیس په ټولنیزو شبکو کې آنلاین رسنۍ هم مکلفې دي چې د دې امر پیروي وکړي.

تر کندهار او تخار وروسته، بادغیس درېیم ولایت دی چې په کې د ژوندي سارو د تصویر او ویډیو خپرول منع کېږي. د خبریالانو مرکز ویلي چې د نورو ولایتونو، لکه هلمند، لوګر، میدان وردک او دایکنډي خبریالانو هم د دې محدودیتونو د رسمي پلي کېدو نښې لیدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب