پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهد نامتو لوبغاړي محمدعلي کیلې مېرمن کابل ته راځي

د نامتو لوبغاړي محمدعلي کیلې مېرمن کابل ته راځي

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۳ مه) د بوکس یا سوکبلوبې د نامتو لوبغاړي ارواښاد محمد علي دویمه ښځه، خلیله علي، نن (پنجشنبه، د اکتوبر په ۲۴مه) افغانستان ته راځي چې د هیواد د سپورت د څانګې له چارواکو سره وګوري.

خلیله علي په ۱۹۶۷ کال کې له محمد علي سره واده وکړ، او په ۱۹۷۷ کال کې یې طلاق واخیست.

محمد علي نه یوازې د بوکس نامتو لبوغاړی و بلکې بشرپالونکی، او ټولنیز فعال و چې د ۲۰مې پیړۍ یو له غوره ورزشکارانو څخه ګڼل کېږي.

نوموړي په ۱۹۶۰ کال کې د المپیک د سروزرو میډال ترلاسه کړ او په ۱۹۶۴ کال کې د نړۍ د درنو وزنونو اتل شو.

علي وروسته له هغه چې د ویتنام په جګړه کې له پوځي خدمت څخه انکار وکړ، د امریکا له لوري د المپیک په سیالیو کې له ګډونه منع شو. ده په ۱۹۷۰مه لسیزه کې دوه ځله بیا د درنو وزنونو اتلولي وګټله، او په دې موده کې یې د جو فریزیر او جورج فورمن په وړاندې په زړه پورې سیالۍ وګټلې.

علي په ۱۹۸۱ کال کې له بوکسینګ څخه تقاعد وکړ او تر هغې وروسته یې ډېره برخه وخت خیرات او بشرپالنې ته ځانګړی کړ. نوموړی په ۲۰۱۶ کال کې د ۷۴ کلونو په عمر وفات شو.

د افغانستان د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې خلیله علي کابل ته د یوه لوبغالي د جوړولو لپاره سفر کوي.

د ریاست په وینا، هغه غواړي پر دغه سټېډیوم د “بریا” نوم کښېږدي.

محمدعلي کیلې د ۲۹۱۶ په جون کې د ۷۴ کلونو په عمر وفات شو. نوموړی څو لسیزې په پارکینسون ناروغۍ اخته و، سر او ځان یې پوړېده او نه یې شوای تکیه کولی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د اردن پاچا عبداله الثاني هم د محمد علي د تدفین په مراسمو کې ګډون وکړ.

د محمد علي اصلي نوم کسیوس کیلې و. دی په ۱۹۶۴ کې مسلمان شو او خپل نوم یې په محمد علي بدل کړ.

1 COMMENT

  1. آغلې خليلې کابل ته په خير راشې، خو که د لوبغالي تر څنګ زموږ د دې اوسنۍ واکمنې پر واکمنانو او د هغوی پر غيبي مشر او په هغه ارګ بنديوان هم يو غږ وکړې چې د نجونو ښوونځي خلاص او د پوهنتون دروازې يې پر مخ خلاصې کړئ.
    دوی د نجونو د زده کړو سرسخته دښمنان دي او دا سخت سوګند يې کړی دی چې د طالب په واکمنۍ کې به نجونې هېڅکله د ښوونځيو او د پوهنتونو سترګې ونه ګوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب