تاند- له نن څخه ۱۶۴ کاله پخوا د ۱۸۶۱ د اکتوبر په ۲۴ مه په لومړي ځل د ټیلګراف په وسیله له امریکا څخه اروپا ته پیغام ولیږل شو. د ټیلګراف کلمه د یوناني ژبې له ټیلې (tele) یعني لېرې او ګراف (graphein) یعني لیکل څخه اخیستل شوې چې پښتو معادل یې لرلیک دی.
ټیلګراف له ۱۸۳۰ لسیزې تر ۱۸۴۰ لسیزې پورې د سامویل مورس (Samuel F.B. Morse) له لوري اختراع شو او د نورو مخترعانو له لوري بشپړ شو. دې اختراع له لېزې واټنونو د انسانانو ترمنځ د اړیکو په ټینګولو کې مهم رول ولوباوه.
ټیلګراف د سیم له لارې د الیکتریکي زیګنالونو د لېږدولو په وسیله کار کاوه. سامویل مورس د ټیلګراف پر اختراع سربېره یو داسې کود اختراع کړ چې د انګلیسي ژبې د الفبا هر توري ته ځانګړی شو او د ټیلګراف د کرښو له لارې یې د پېچلیو پیغامونو د انتقال امکان برابراوه.
مورس په ۱۸۴۴ م کال د ټیلګراف لومړنی پیغام له واشنګټن ډي سي څخه د مریلنډ ایالت مرکز بالتیمور ته ولېږه. او د ۱۹۶۱ په همدې ورځ (د اکتوبر ۲۴) یې په لومړي ځل د امریکا له متحدو ایالتونو د سمندر پورې غاړې یعني اروپا ته ټیلګراف واستاوه.
که څه هم د ټېلفون، فکس او انترنیټ له اختراع وروسته د ټیلګراف عمر پای ته ورسید خو ټیلګراف له لېرې د انسانانو ترمنځ د اړیکو په ټینګولو کې مهم رول ولوباوه.
ټیلګراف د انسانانو ژوند بدل کړ او ځینې نظرخاوندان هغه حتي تر انترنیټ مهم ګڼي.
د سیاسي افتصاد او د مخابراتو متفکر هارولډ اینیس باور لري چې ټیلګراف د امپراتوریو له پراختیا سره تر پوځي وسیلو او مهارتونو زیاته مرسته کړې ده. د ټیلګراف اختراع له حکومتونو سره مرسته وکړه چې پر لېرې پرتو سیمو کنټرول ترلاسه کړي او ژر د هرې سیمې او څڼډې له حاله خبر شي.
ټیلګراف په افغانستان کې
په افغانستان کې ټیلګراف په لومړي ځل د امیرحبیب الله خان د پاچهۍ په دوره کې وکارول شو. د حبیب الله خان د پاچهۍ دوره له لومړۍ نړیوالې جګړې سره برابره وه. په دې دوره کې افغانستان د ټیلګراف دوه ګرځنده ماشینونه وارد کړل.
دغو تیلګرافونو، چې مارکني کمپنۍ جوړ کړي وو، شاوخوا ۲ کیلوواټه ظرفیت درلود.
له دغو تیلګراف ماشینونو څخه د کابل او پغمان او کابل او جبل السراج ترمنځ د پاچا د پیغامونو د لېږدولو لپاره کار اخیستل کېده. له هغو څه موده کار واخیستل شو خو وروسته په خپل حال پرېښودل شول.
په ۱۲۹۹ لمریز کال، یعني د افغانستان له خپلواکۍ یو کال وروسته یو انګلیسی پلاوی کابل ته راغی او یو ټیلګراف ماشین یې له ځان سره راووړ. د دغه ماشین قدرت ۱۰۰ واټه و.
دا ماشین په ارګ کې نصب شو او تر پېښوره پورې یې ټیلګرافونه مخابره کولای شوای. په وروسته کلونو په تیره بیا د اعلحضرت امان الله خان په پاچهۍ کې دا وسیله په افغانستان کې ډېره پراخه شوه. د امان الله خان په دوره کې افغانستان د ټیلفون او ټیلګراف له نظره له ترکیې او بریتانیايي هنده وروسته په سیمه کې تر ټولو وړاندې هیواد و.
د حبیب الله خان (مشهور په بچه سقاو) په دوره کې هر څه تالا ترغه شول خو د اعلحضرت محمدنادر خان په لنډه دوره کې ټیلفون او ټیلګراف د افغانستان ټولو ولایتونو ته ورسیدل.
ټیلګراف له ټیلفون وروسته د مخابراتو یا ارتباطاتو دوهمه مهمه عصري وسیله وه چې افغانستان ته راغله. تر ټیلګراف وړاندې په ۱۹۰۸ (۱۲۷ لمریز) کال کې ټیلفون افغانستان ته راغلی و.