Homeخبرونه‏طالبانو، اسحق ډار ته د متقي د شپږو زنګونو وهل رد کړل

‏طالبانو، اسحق ډار ته د متقي د شپږو زنګونو وهل رد کړل

تاند (چهارشنبه د لړم ـ عقرب ۱۴مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار وروستۍ څرګندونې ناسمې او له حقیقت لرې وبللې.

په دې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امیرخان متقي اسحاق ډار سره په یوه ورځ کې شپږ ځلې ټیلیفوني اړیکه نه ده نیولې او دا اړیکه د تفاهم او همغږۍ په چوکاټ کې ترسره شوې وه.

طالبانو ویلي، چې په لومړۍ اړیکه کې اسحاق ډار ځان له وضعیت ناخبره وښود او د دویم تماس غوښتنه یې وکړه، چې د دواړو ترمنځ خبرې بیا وشوې.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې یوه ورځ وروسته بیا د اسحاق ډار له لوري د اړیکې هڅه وشوه، خو د بېلابېلو لاملونو له امله دا اړیکه عملي نه شوه.

طالبانو لاملونه نه دي روښانه کړي چې څه وو.

تر دې وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د شهباز شریف مرستیال، اسحاق ډار سنا ته په خبرو کې ویلي وو، چې تېره دوشنبه ورته امیرخان متقي شپږ زنګونه وهلي دي.

ډار ویلي وو، چې دا اړیکې د استانبول د دویم پړاو مذاکراتو له پیلېدو وړاندې شوې وې او هغه ورته څرګنده کړې وه چې افغان خاوره یې باید پر ضد ونه کارېږي.

طالبان وايي، د هېوادونو اړیکې باید د متقابل احترام او پر واقعیت ولاړ تعامل پر بنسټ وي او دا «ناسمې» څرګندونې یې دیپلوماتیک تعامل له روحیې سره په ټکر کې بللې دي.

ټاکل شوې، چې سبا د نومبر په ۶مه په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو پیل شي او پر ګډو اندېښنو خبرې او هوکړې وکړي.

1 COMMENT

  1. متقی چی د خپل بزنیس په خاطر هم زنګونه وهی هغه په سیاست سره شمیری چی باید داسی و نشی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...