یکشنبه, نوومبر 9, 2025
Home+ ظهران ممداني د کاپيټلیزم پلازمینې (نیویارک) ښاروال وټاکل شو

 ظهران ممداني د کاپيټلیزم پلازمینې (نیویارک) ښاروال وټاکل شو

لیکنه: علي خان
 ٣٤ کلن ظهران ممداني په امريکا کی د ٨،٥  ملیوني ښار نیویارک ښاروال وټاکل شو، دا به په امریکا (نیویارک ښار) کي لومړنی مسلمان وي چې دا بريا یې په برخه شوه،  هندوستاني نسله مسلمان ممداني د افريقا هیواد په یوګانډا کی زیږېدلی دی او بيا یې کورنۍ امريکا ته کډه شوه، او په نیویارک ښار کی یې ژوند پيل کړ، ممدانی بې له شکه د نیویارک په سل کلن تاريخ کي به یوازنی ځوان شخص وي چې دا ډول مقام یې تر لاسه کړ.
 د امریکایې مطبوعاتو له مخې ممداني چې سوسیالیست دموکرات دی تېره ورځ (سې شنبه) د نوامبر میاشتې په څلورمه نيټه خپلو دوو حریفانو شاغلی انډرو کومو چي د نیویارک پخوانی والی ؤ او کرټيس سلیوا جمهوریت پال ته ماته ورکړه.
دا د ممداني دوهمه بریا ده کله چې هغه د ډيموکراتيک ګوند په لومړنيو انتخاباتي ټاکنو کي خپلو حريفانو ته د ١٢ % په تناسب سره ماتی ورکړه وه او د نیویارک ښاروالي مقام لپاره نامزد وټاکل شو.
ممداني د خپل کمپاین ژمنې د خلکو له خواهشاتو سره  برابرې، مهمې او پياوړې وې چي ډېر ژر يې د نیویارک مېښتو خلکو توجه جلب کړه لکه:
لومړی- په ښاري بسونو کی د نیویارک ښاریانو لپاره بې بيه  تلل راتلل.
دوهم- د کرایې د لوړوالي کنګل کول.
دريم – تر ٢٠٣٠ پورې د کم معاشو کارګرو په معاشونو کی زیاتوالی.
څلورم-  په لویو شرکتونو او د نیویارک د شتمنو 1٪ خلکو باندې د ٢% مالیاتو په جګولو سره د نیویارک خلکو د ژوند لګښت کمول شامل دی.
ترمپ هغه کمونیست ګاڼه؟، او کله ناکله ېې ممدانی اسراييل او یهودیت مخالف یاد کړ چې کېدای شي له امریکا یې وشړی دا یې هم وویل چې که هغه ښاروال شي نو دی (ترمپ) به ورباندې فډرالي مرستې بندې کړې، دارنګه اسراييل پلوه ښتمنو بلیونرانو هغه اسلاميست، حماس پلوه، کمونیست د یهودیت ضد او امریکا ضد کس معرفی کاوو هغه  يې پردی، بې تجربه او د داسي یو لوی ښار د مهارولو اهل نه ګاڼه، تر څو يې د ښاروالی مقام ګټلو چانس ختم کړې، د ممدانی له حریفانو سره یې بې درېغه مالی او مطبوعاتی مرستې کولې.
ممدانی د خپلو منتقدینو نیوکې سیاسی او ناسمې وګڼلې او خپل کمپاین یې نور چټک کړ، په غزی کي د فلسطينیانو وژنې او له هغوئ سره د اسراییلی حکومت چلند یې په کلکو ټکو غندلو ته دوام ورکړ، دا یې هم ویل : که نتن یاهو نیویارک ته د راتلو هڅه وکړي  وبه نیول شي او د جرمونو نړیوالې محکمې (انټرنيسشنل کريمنل کورټ) ته به وسپارل شي، د فلسطین په اړه ډېری کسانو ورسره ملاتړ اعلان کړ هغو یهودو هم چې د اسراییلی حکومت سره د غزی پر سر مخالفت لرې، ممداني ته د رایو ورکونکو زیاته ونډه په څرګنده توګه سره د هغو ځوانانو وه کومو چې لومړی ځل یې رايه وکاروله او همدا ځوانان یې د کمپاین نه ستړی کېدونکي رضاکار فعلان وو، د هغوئ د هڅو نتجه وه چې ممداني يې د نيویارک ښار د ښاروال په  څوګۍ کښیناوو.

1 COMMENT

  1. bernie sanders is supporter and friend of zohranmomdani
    bernie sanders want a rebulotion in the usa
    because 98 percent american working hard but benifit going to the pockets of billionaire
    this idea is acceptable by majority of population
    thank you

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو انځور زر خبري | غني حسن

مقدمه: ځیني انځورونه لکه شعرونه د هنري ظرافتونو تر څنګ استعارې، کنایې او سمبولونه هم لري، چي له دې سره نو یو عالم فکري ماناوي...