تاند (چهارشنبه د لړم ـ عقرب ۱۴مه) ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ د خبر له مخې د دئ ولایت د روداتو ولسوالۍ په ټټنګ سیمه کې یوه پخوانۍ مرمۍ چاودلې او ۳ تنو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
یاده قومنداني زیاتوي چې، په چاودنه کې یوه نجلۍ وژل شوې او دوه نور چې مور او لور دې ټپیلن شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې، چاودنه نن (چهارشنبه) هغه مهال رامنځته شوه کله چې، په یاده سیمه کې کوچنیو ماشومانو یوه ناچاوده مرمۍ تر پیداکولو وروسته سوزولې او وروسته یې چاودنه کړې ده.
د سرچینې په وینا چاودنه د یوه کور په پخلنځي کې رامنځته شوې ده.
د ننګرهار امینه قومنداني وایي ټپیان د درملني له پاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
PEOPLE MUST HELP WITH TALIBS IN THE SECURITY,
PAKISTAN WANT TO WEAPONIZE SOME AGENTS FOR ANARSHISM
.WHAT GOING ON ABOUT KUNER RIVER DAM
IN MEDIA TOO MUCH NOISE BUT WE DONT SEE ANY WORK ON KUNER RIVER
THANK YOU