Homeخبرونهملابرادر زلزله ځپلو سره د غمشریکۍ په پار سمنګان ولایت ته سفر...

ملابرادر زلزله ځپلو سره د غمشریکۍ په پار سمنګان ولایت ته سفر کړی

تاند (چهارشنبه د لړم ـ عقرب ۱۴مه) د طالبانو ‏د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د هېواد شمال کې د زلزله ځپلو ستونزو ته د رسيدنې او غمشریکي په موخه سمنګان ته تللی.

د طالبانو اقتصادي معاونیت ویلي،چې برادر زلزله ځپلو ستونزو ته د رسېدنې لپاره له ټاکل شویو کمېټو غوښتي چې ژر تر ژره د سمنګان ولایت په ټولو زلزله ځپلو سیمو کې د مړو او ژوبلو په بشپړ ډول د بشپړ نړېدلو او نیمه زیانمنو کورنو سروې بشپړه کړي.

ملا برادر له زیانمنو سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی، چې د خپلو امکانانو په چوکاټ کې د سرپناه جوړولو، کورونو ابادولو او نورو برخو کې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.

اقتصادی معاونیت زیاته کړې، نوموړي د زیانمنو شویو هېوادوالو لاسنیوي او سرپناه جوړولو، ټپیانو درملنې لپاره سنګان ولایت ته نغدي مرستې هم وړې، چې د ولایتي مسوولینو له لوري به په زیانمنو ووېشل شي.

د معلوماتو له مخې سمنګان کې وروستۍ زلزلې له کبله ۱۳تنه مړه او ۳۴۴ تنو ژوبلېدو ترڅنګ ۴۱۹ کورونه او ۱۲بابه جوماتونه په بشپړ ډول نړېدلي او ۳۹۴ کورونه په نیمه ډول زیانمن شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خدای پاماني| عزیزالله انیس 

     نن مې له ملګري سره د خدای پاماني شپه وه. خوب نه راته. خپل غټ کوټ مې واغوست. پرته له دې چې کوم...