تاند (چهارشنبه د لړم ـ عقرب ۱۴مه) د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د خپلو سرچېنو د تحلیل پر بنسټ لیکلي، چې روان ۱۴۰۴ کال یې په ټول هېواد کې ۴ اعشاریه ۵۴ میلیون مټریک ټنه غنم راټول کړي دي.
یاده اداره زیاتوي چې له یادې اندازې ۴ اعشاریه ۱۴ میلیون مټریک ټنه له اوبیزو او ۴۰۴ زره مټریک ټنه یې للمي غنم دي.
سرچېنې د خپلو موندونو پر بنسټ زیاته کړې، پر اوبیزو ځمکو تر ټولو زیات هلمند کندوز، هرات، کندهار او فراه ولایتونو کې راټول شوي او تر ټولو زیات للمي غنم بیا له بادغیس، تخار او هرات ترلاسه شوي دي.
د سرچینې پت معلوماتو کې راغلي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د کښت ساحه کمه شوې او لوی لامل یې د اوبو کمښت، پر وخت د موسمي بارانونو نه ورښت او نباتي ناروغیو خپرېدل دي.
یادې ادارې ویلي، نفوس ته په کتو اټکل ښيي، چې افغانستان روان کال ۶ اعشاریه ۸۷ میلیونه مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري.