Homeخبرونهاسحاق ډار: کابل کې چای څښل مونږ ته په لوړه بیه تمام...

اسحاق ډار: کابل کې چای څښل مونږ ته په لوړه بیه تمام شول

تاند (چهارشنبه د لړم ـ عقرب ۱۴مه) ‏د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال ویلي، کابل کې د چای څښل د پاکستان لپاره په لویه بیه تمام شول.

اسحاق ډار پرون سه شنبه د پاکستان سنا جرګه کې د خبرو پرمهال دا څرګندونې کړې دي.

نوموړي په ۲۰۲۱ کال کې کابل ته د دغه هېواد د استخباراتو (آی اس آی) مشر سفر او په کابل کې یې د چای د پیالو نیولو او څښلو شېبې ته په اشارې ویلي، «دا یوه لویه تېروتنه وه او بیا باید تکرار نشي.»

اسحق ډار یو ځل بیا ادعا کړې چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په پاکستان کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي.

دا هغه ادعا ده چې د طالبانو حکومت تل رد کړې او امنیتي ستونزې یې د پاکستان کورنۍ موضوع یاده کړې ده.

کابل کې د پاکستاني پلاوي د چایو د پیالې پورته کول په خواله رسنیو کې هم سخت غبرګونونه درلودل.

1 COMMENT

  1. پاکستان ته باید وویل شي دا هغه واقعیتونه چې تاسي یی مني هغه چې لا تر اوسه تاسي ورسره مخامخ شوی نه یاست او په راتلونکی د افغانستان له لوری محاکمو کشکول دی چې افغانان به د تاسو سیاسیون ، پوځ او استخبارات یوه ورځ محاکمي ته راکش کړی او ټوله نړۍ به ستاسو اصلي څیره وپیژني (لږ یی پيژندلی مکمل پاتي ده) او بل دا چې د پاکستان د زوال تاریخ را نږدی شوي ځکه دوی اوس په داخلي اختلافاتو ته نږدی شوي یوه ټکان (دیکه) ته انتظار ده له زلزلي وهلی دیوال په شان شوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...