Homeخبرونه‏ټاکل شوې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو درېیم پړاو سبا...

‏ټاکل شوې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو درېیم پړاو سبا پنجشنبه پیل شي

تاند (چهارشنبه د لړم ـ عقرب ۱۴مه) د سرچینو په حواله ‏ټاکل شوې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو درېیم پړاو سبا پنجشنبه پیل شي.

د رسنیو د راپورونو له مخې د طالبانو او پاکستان استخباراتي مشرانو ترمنځ د خبرو نوې ناسته د ترکیې په کوربتوب پیلېږي.

سرچینې وایي، ټاکل شوې ده چې د افغانستان د استخباراتو مشر ملا عبدالحق وثیق او د پاکستان د استخباراتو مشر عاصم مالک د روان میلادي کال د نومبر په ۶مه په ترکیه کې د خبرو اترو مشري وکړي.

دغه ناسته به د قطر او ترکیې د چارواکو په منځګړتوب ترسره شي.

د دې ناستې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ پر بېلا بېلو موضوعاتو بحث او تفاهم دی.

یاده ناسته داسې مهال ترسره کېږي، چې دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې د وروستیو امنیتي پېښو له امله ترینګلي شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...