جومات هغه ځای دی چې د خدای نوم پکې اخیستل کېږي، د زړونو سکون پکې موندل کېږي، او انسان له خپل خالق سره په اړیکه کې وي. خو د افسوس خبره دا ده چې په دې سپېڅلي ځای کې یو داسې د شرم وړ عادت هم رامنځته شوی، چې د جوماتونو سپېڅلتیا ته یې ستر زیان اړولی دی.
هر څوک چې جومات ته ځي، له یوې خوا د لمانځه د ادا کولو نیت لري، خو له بلې خوا د بوټ د ورکېدو وېره. ځینې خلک لدې ویرې خپل بوټان او څپلۍ د جومات دننه ږدي، ځینې یې د محراب څنګ ته ځای لټوي، او ځینې نور د غلا او ورکېدو له ډاره زاړه پیزار په پښو کوي، وايي: «که څپلۍ مې ورکې هم شي، لږ تر لږه دومره خو به مې زړه نه وي خفه، چې ډېر څه مې له لاسه ورکړي.» دادې فکر خبره ده، ځکه دا یوه کوچنۍ بې باوري، د لویو بې اعتمادیو بنسټ جوړوي.
د جومات ښکلا یوازې په دې نه ده، چې منارونه یې دنګ وي، دیوالونه یې رنګین وي او شنې سرې اشارې پرې ټومبلې وي. د جومات رښتینی ښکلا په دې کې ده، چې هلته د انسانیت بوی وي، د ایمان صفایي وي، د اخلاقو نظم وي او د باور امن وي. جومات د خښتو او رنګ نوم نه دی — دا د ادب، درناوي او اخلاص سمبول دی.
کله چې یو سړی د لمانځه نه وروسته د جومات په دروازې کې بوټونه نه مومي، نو د هغه زړه کې لومړی دا سوال پیدا کېږي: «ایا دا مسلماني ده؟» دا سوال یوازې د یو بوټ په اړه نه دی، بلکې د ټولې ټولنې د اخلاقو، امانت او باور په اړه دی.
ولې بوټونه ورکېږي؟
ځینې وخت د بې نظمۍ له امله، او ځینې مهال د ځای او المارۍ د نه شتون له وجې.په خواشینۍ سره ډیری مهال د ښار په سترو جوماتونو کې هم د بوټونو د اېښودلو لپاره واضح ترتیب نه وي. کله څوک د بل بوټ د خپل پر ځای اخلي، او کله خپل د ګډوډۍ له امله په لسګونو بوټونو کې نه مومي. ځینې وخت خلک په تېروتنه د بل چا څپلۍ اغوندي، ځکه سره ورته وي، ځینې یې په قصد اخلي او غلا کوي یې، او خپله اړتیا د جومات له دروازې پوره کوي؛
ملایانو، خطيبانو او د دین عالمانو ته لازمه ده چې د جمعې د خطبې یوه برخه د اخلاقو، امانت او نظم خبرو ته ځانګړې کړي. ځکه که د اخلاقو اساس سم نه شي، عبادتونه یوازې حرکتونه پاتې کېږي، معنا نه لري.
کله چې د یو انسان بوټونه په جومات کې خوندي نه وي ، نو دا یوازې د مادي تاوان خبره نه ده — دا د باور د ماتېدو خبره ده. باور چې له منځه ولاړ شي، ټولنه وجدانن مري. نو پکار ده چې د جومات له دروازې د اعتماد دا بنسټ له سره جوړ شي، څو هر څوک هلته د امن احساس وکړي — د روح امن، د مال امن، د زړه امن.
جومات باید داسې ځای وي چې نه یوازې لمونځ، بلکې اخلاق او وجدان هم پکې سپېڅلي وي.
زلمی ورور ښکلی نصیحت دی لیکلی داسی ښکاری چی تا هم په جماعت کی بوټان ورک کړی دی الله ج دی اجر درکړی او ټولو مونځ کونکو ته دی د الله تعالی د نیکی هدایت وکړی
ما چیرې لوستی وو چي اندونیزیا کی قیمتی مبایلونه او نور هر څه د بوټونو په معین ځای کی د جومات نه بهر په ډاډه زړه پریښودل کیږی خو لله الحمد د ورکیدو کومه پیښه چا یاده کړی نده ،هر څوک خپل مال اخلی او د بل د مال د غلا تصور هم ورسره نه وی،خو که سترو خلکو،سترو چوکیوالو او بالاخره سترو دولتونو او ډیر غیر متناسب اعمالو ته ځیر شو تر ورک بوټونو هم ارذل مثالونه همدا اوس ژوندی دی :
اول په کور د ننه د جمهوریت مسابقه په فساد کی ، اکثرا تعلیم یافتګان حتی ماستر او دکتور، والی او وزیر ،جنرال او بلوک مشر،ملک او خان او بیا په حزبی لحاظ ،جهادی او غیر جهادی تر اخوانیانو پوری ټول په فسادی مسابقه کی غرق او ککړ وو ،او بالاخره همدی فساد د جمهوریت او بن د فساد سر یی وخوړ او ملت یی د تباهی کندې ته سوق کړ .
اوس بل مثال دنړۍ اتمی قوت زموږ ګاونډی جنرالواکی او بیا خاصتاََ د جنرال مشرف د دور نادود انسانفروشی هغه هم د معززو انسانانو صرف یو مثال له زرګونو پیښو یا مُشت نمونه خروار چي اسناد یی امریکایی وکیل کلایف سمیت په یوتیوب کی نشر او عالمی کړی هغه په تفصیل وګوری کوم چي په ډاکټره عافیه صدیقی او دری ماشومانو یی تیر شوی او د آی اس آی جنرالانو او مشرف علاوه له افغان و عرب پر خپلو پاکستانیانو کړی و به ګوری چي په تاریخ د انسانیت کی دومره ارذل الناس جنرالان چي علاوه پر سړیو ښځې او حتی شیر خوار ماشومان هم خرڅ شوی او اوس هم دا مظلومه صدیقی په ۸۶ کاله حبس محکومه او امریکایی زندان کی زجرونه او عذاب تیروی هغه هم د سترو جنرالانو بی ناموسه لوبه د ملت او امت سره.
نو سوالونه دا دی :
آیا د جنرال وظیفه د وطن او ملت ساتنه ده که لیلام کول ؟
پدی جنرالی عمل کی د ایمان او انسانیت کومه نښه لیدل کیږی ؟
داتمی جنرال شرافت او انسانیت تقاضا همدا ده ؟
ددی جنرالانو نه د انسانیت انتظار به څه وی او فرق یی د پنجابی ډاکو سره څه دی ؟
دا جنرالان علاوه له آب و دانی او معاش نه خصوصا د پښتنو او بلوڅو وینې زبیښی ،معادن او ځمکی یی غصبوی دا شول ستر جنرالان او هغه یی ارذل کارونه کوم چی امریکایی وکیل بربنډ کړی ؛وای پر انسانیت چي مخ په ورکیدو دی.
همداسی د سترو دولتونو لوبیدل د نتنیاهو په لاس د هغو مظلومانو په وړاندی چي د دوه لکو یی زیات تری زخمی او وژلی ،کورونه یی ۹۰٪ وران او کنډواله ګرځولی لا هم لویه امریکا دصلحی پر ځای ظالم تقدیروی او خپل انسانی مقام بی اعتبار او ټیټ راولی یعنی لویه امریکا او کوچنکه غزی سره ځان برابرول چی هیڅ قابل مقایسه ندی .
خلاصه چي کار اهل انسان ته ونسپارل شی نو فساد العالٍم نه فسادالعالَم جوړیږی او د مانځه او عبادت پر ځای بوټونو غلا او په ټوله کی فساد ته ترجیح ورکوی او جوماتونه ،ملتونه او نړیوال تباه کیږی نو که په صالح انسان او صالح ټولنه کار ونشی د ټول ساینسی پر مختګ سره به انسانیت سیر نزولی او بشریت به آرام او مصؤن نه وی او بشریت هلته ښه ژوند کولی شی چي امرا او علما یی اصلح وی نه ارذل الناس ، او هر شی یا وسایل بیځایه او غلط و نه کارول شی او د انسانی عقل او علم مثبت اثر ورکی مشهود وی .
سلامونه،
ورور شاه زلمی یوې کوچنۍ خومهمې ټولنیزی ستونزی ته اشاره کړیده
دا واقعه زما پر بوټانو دوه وارې تیره شوې:اول چې نوی استانبول ته تللی وم ،د جمعې لمانځه کښې مې موزې او دستکشې دواړه ،چې نوي وو ، غلا شوي ول؛ هوجا=ملا صیب ویلی “څوک چې دا غلا کوي ،هغه لمانځه دپاره نه وي راغلی ،بیا یی یوه جوړه زړې چپلکې راکړې چی تر لیلیی لاړم!
دوهمه واقعه د هالنډ یو جومات کې د یوې فاتحې مراسموکې څوکاله مخکې، پیښه سوه؛ دا هم فکر کوم د ترکانو جومات و!!
او زما دنوي بوټانو په عوض ې زاړه مردار پری ایښي ول!!
زما په نظر، دا د تش په نامه مضلمان!! له ضعیف ایمان ، بدو اخلاقو او له پوره اسلام نه جهالت او ناداني نتیجه ده؛همدا راز د مولوی صاهبانو او د جمعی امامانو د خطبو تقصیرات دي
که په سهوه وي خو خیر ؛مګر د غلو لاس باید پریک سي چې نورو ته عبرت وګرځي اویا یی سبب مالوم ؟
.جامع او وړو مساجدو کې ؛لکه د.صاحب همت چې د اندونزیا د موبایلو مثال ورکړی؛ یو مخصوص مکان ولري حتی یو پهره دار پرې ودرول شي !!! ترڅو مسلمین او مسلمات په حضوري زړه خپل لمونځ ادا کي.