تاند (یکشنبه، د لړمږ عقرب ۱۸ مه) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند د ټینګښت پر اهمیت ټینګار وکړ.
د ترکیې د ولسمشرۍ د اړیکو د ریاست له خبرپاڼې سره سم، چې د شنبې په ورځ د ترکیې دولتي تلویزیون خپره کړه، ولسمشر اردوغان د شنبې په ورځ په باکو کې د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره د کتنې پر په ترڅ کې وویل: «ترکیه په پاکستان کې بریدونه او د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچ له نژدې څاري.»
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې ولسمشر اردوغان هیله څرګنده کړه چې د ترکیې په منځګړیتوب روانې خبرې به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دایمي ثبات سبب شي، او ټینګار یې وکړ چې انقره به د دې بهیر د بري لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
دا په داسي حال کې ده چې د جمعې په ورځ پاکستان اعلان وکړ چې له افغانستان سره یې خبرې ناکامه شوي او خپل پلاوی یې د خبرو له مېزه وربللی دی.
د افغانستان د طالبانو اسلامي امارت بیا ویلي چې د استانبول خبرې د پاکستاني پلاوي له خوا د «غیر مسوولانه او نه همکارۍ» روحیې په سبب کومې پایلې ته ونه رسېدې.
د استانبول خبرې د نومبر په شپږمه او اوومه روانې وې چې مشري یې د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د پاکستان د استخباراتو یا آی اس آی رییس جنرال عاصم ملک کوله.
د اسلامي امارت په بیان کې ټینګار شوی چې له افغان خاورې د کوم بل هېواد پر ضد چاته د فعالیت اجازه نه ورکوي او نه بل هېواد ته اجازه ورکوي چې له خپلې خاورې د افغانستان پر ضد کار واخلي.
د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سهار په خپله ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې لیکلي:
اسلامي امارت یو ځل بیا په خپل اصولي دریځ ټینګار کوي، چې هیچاته به اجازه نه ورکوي ترڅو د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد پر خلاف استفاده وکړي او نه به بل هیواد ته اجازه ورکړي چې له خپلې خاورې څخه د افغانستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ او امنیت پر ضد اقدامات او یا ملاتړ وکړي.
۷/۵— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) November 8, 2025
اردوغان زیاته کړه چې ترکیه او پاکستان هڅه کوي په بېلابېلو برخو کې، په ځانګړي ډول په سوداګرۍ، انرژۍ او دفاعي صنعت کې، خپلې همکارۍ لا پیاوړې کړي.
هغه همداراز په غزه کې د اوربند د ساتلو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا موضوع باید د ملګرو ملتونو د چوکاټ له لارې په جدي ډول تعقیب شي.
اردوغان او شهباز شریف د نوومبر په اتمه نېټه په باکو کې د اذربایجان «د بریا ورځې» د لمانځنې مراسمو کې ګډون کړی وو.
دوی د بریا د ورځې د لمانځنې په ترڅ کې پوځی پريډ (پوځي رسم ګذشت) هم وکوت.