تاند (شنبه د لړم ـ عقرب ۱۷مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبه د یوه کنفرانس پر مهال ویلي، د پاکستان په پوځ کې دننه یوه خاصه کړۍ شته چې غواړي د یو لړ پلمو په تراشلو افغانستان سره ستونزه کې ښکېل شي.
مجاهد وايي، دغې کړۍ ته افغانستان خوند نه ورکوي او افغان خاوره کې سوله او پرمختګ یې له نظر ښه نه راځي په خبره یې، دغې کړۍ تل د افغانانو له کډوالۍ او مجبوریتونو ګټه پورته کړې.
د طالبانو د حکومت ویاند وايي، موږ پوهېږو چې د دې کړۍ له فعالیتونو سره هلته نه سیاسي احزاب او نه هم پاکستاني ولسونه موافق دي.
مجاهد وایي دغه کړۍ پر دوی نااسم تورونه پورې کوي او په خبره یې، دغه کړۍ هڅه کوي نړېوالو ته وښیي، چې پاکستان کې پخوانۍ رامنځته شوې موضوع د دوی راتګ پورې وتړي.
هغه دا هم ویلي، چې هلته روان وضعیت د پوځ ناسم سیاست له امله دی چې په دې اړه کره اسناد شته.
مجاهد داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، تازه په ترکیه کې د افغانستان او پاکستان د پلاوو ترمنځ خبرې بې پایلې پایته ورسېدې.
افغان لوری وایي، د پاکستان د ناسمو غوښتنو پر اساس خبرې له ماتې سره مخ شوې.