جمعه, فبروري 13, 2026
Homeخبرونهد شمال له زلزله ځپلو سره د جاپان مرسته کابل ته راورسېده

د شمال له زلزله ځپلو سره د جاپان مرسته کابل ته راورسېده

‏تاند (شنبه د لړم ـ عقرب ۱۷) افغانستان کې د جاپان سفارت لیکلي چې، د شمال زلزله ځپلو ملاتړ په موخه نن شنبه سهار د کابل هوايي ډګر ته د جاپان مرستو جوپه را ورسېده.

د جاپان سفارت زیاته کړې، په دغو مرستو کې خیمې او نور توکي شامل دي.

دغه مرستې د سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شوې.

د جاپان سفیر کنیچي ماساموتو ویلي، هیله ده دغه مرستې په چټکۍ سره زیانمنو ته ورسیږي او زیاته کړې ده، چې جاپاني وګړي په داسې وخت کې له افغانانو سره ولاړ دي.

د یادونې ده، چې تېره اونۍ د لړم په ۱۱مه د شپې شاخوا یوه بجه د ۶ اعشاریه ۳ ریښتر په کچه زلزلې د افغانستان شمالي ولایتونو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او سلګونه کورونه یې ویجاړ کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ادبستان سفر | زهیر سپېڅلی

«ادبستان» د ډاکټر اجمل ښکلي ښه ضخيم اثر دی. کلاسيک خپرندويي ټولني (ننګرهار)، (۱۳۹۶) لمريز کال په ۴۱۳ مخونو کي ۱۱۰۰ ټوکه چاپ کړی دی. دا...