تاند (شنبه د لړم ـ عقرب ۱۷مه) د طالبانو د حکومت د اوبو رسولو او ښاري فاضلابو دولتي شرکت مسوولانو ویلي چې، ژر به د کابل ښار اوبو اړتیا پوره کولو په موخه د یوې سترې پروژې کارونه پیل کړي.
سرچینې له یوه خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې زیاته کړې چې، کابل مېشتو لپاره دا لویه پروژه له پنجشیر سیند، شاه عروس او شاه توت له بندونو د اوبو رسول دي.
ویل کیږي د دغې پروژې قراردادي شرکت د دغې پروژې پلي کولو لپاره د کابل ښار بېلابېلو سیمو کې سروې هم پیل کړې.
د اوبو رسولو او ښاري فاضلابو دولتي شرکت داسې مهال کابل ښار ته د اوبو رسولو پروژې خبر ورکړی، چې دا مهال کابل ښاریان د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.
خلک هم تمه لري چې ژر به د کابل ښار د اوبو د کمښت ستونزه حل شي.
دا خبری خو دا څو کاله وشو چی اورو یی. هند د جمهوریت وخت کی د شاه توت پروژه تمویل کړې وه خو سر ته ونرسیده. بله دا چی طالبان منافقت هم کوی او هر وخت یی خلکو ته دروغ ویلی دی. یو وخت می په یاد چی ویل یی: په دریم د حمل به مکاتب شروع شی، د نجونو په تعلیمی نصاب کار روان دی… د شاه او عروس بند خو یو درې ځلی د جمهوریت وخت کی افتتاح شو بیا د طالب وخت کی څو ځله افتتاح شو. پدی دی ولس دی الله رحم وکړی. هر رژیم راغلی پر خلکو یی ظلم وکړ-