جمعه, فبروري 13, 2026
Homeخبرونهذ مجاهد: ټي ټي پي د پاکستان پوځي رژیم د ظلمونو زېږنده...

ذ مجاهد: ټي ټي پي د پاکستان پوځي رژیم د ظلمونو زېږنده ده

تاند (شنبه د لړم ـ عقرب ۱۷مه) د طالبانو د حکومت ‏ویاند ذبیح الله مجاهد نن په یوه خبري کنفرانس کئ  خبریالانو ته ویلي چې، تحریک طالبان پاکستان له ۲۰۰۱ کال راهېسې فعالیت کوي او علت یې هم د پاکستان پوځي رژيم ناسم سیاستونه دي.

ذبیح الله مجاهد د پاکستاني طالبانو تحریک د پاکستان پوځي رژیم د ظلمونو او وحشتونو زېږنده بولي.

مجاهد ویلي، د پاکستان پوځ د دوی له راتګ وړاندې په قبایلي سیمو کې له ولس سره په جګړه بوخت وو.

هغه پاکستان کې روانه نا امني پخوانۍ ستونزه بللې او زیاته کړې ده، چې باید دوی باید دا ستونزه خپله په خپل کور کې حل کړي.

نوموړي ویلي، افغانستان هڅه وکړه، چې ټي ‌ټي ‌پي له پاکستان سره مخامخ خبرو ته کېنوي او دغه لړۍ تر ډېره بریده بریالۍ هم وه، خو د پاکستان پوځ دغه پروسه سبوتاژ کړه.

د طالبانو ویاند زیاته کړې، د پاکستان پوځ کې شته کړۍ په افغانستان کې په خپلو پښو ولاړ حاکمیت نه غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شرم له سپي» د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»

پوهندوی آصف بهاند د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼ‌شمېر افغان‌فرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو...