یکشنبه, نوومبر 9, 2025
Homeخبرونه‏د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ګواښه د ډکې ژبې کارېدو لړۍ...

‏د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ګواښه د ډکې ژبې کارېدو لړۍ چټکه شوې ده

تاند (شنبه د لړم ـ عقرب ۱۷مه) پرون جمعه د طالبانو د قومونو، قبایلو او سرحدونو وزیر ملا نورالله نوري د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ته ګواښ او د جګړې خبرداری ورکړ.

ملا نورالله ویلي، چې پاکستان او افغانستان په ځمکه نښتي او خواجه آصف باور لري، که طالبانو سره نښته کوي، د هېواد سپين ږیري او ځوانان به ور ووځي.

تر دې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف طالبانو ته خبرداری ورکړی و، چې که خبرې ناکامې شي، اسلام آباد به مستقیم پوځي اقدام وکړي.

که څه هم د استانبول درېیم پړاو مذاکرات بې نتیجې پای ته ورسېدل، خو باور دا دی چې دا کړکېچ ښايي د طالبانو د خپلواک دریځ د څرګندولو او د پاکستان د نفوذ د کمولو لپاره پلان شوی و.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترکیې په استانبول کې درېیم پړاو مذاکرات پرته له کومې هوکړې بې نتیجې پای ته رسېدلي.

‎ذبیح اللع مجاهد وایي د پاکستاني پلاوي غیرمسوولانه چلند مذاکرات له ماتې سره مخ کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو انځور زر خبري | غني حسن

مقدمه: ځیني انځورونه لکه شعرونه د هنري ظرافتونو تر څنګ استعارې، کنایې او سمبولونه هم لري، چي له دې سره نو یو عالم فکري ماناوي...