یکشنبه, نوومبر 9, 2025
Homeخبرونهخواجه اصف: تر هغو به اوربند وي چې افغان لوري برید نه...

خواجه اصف: تر هغو به اوربند وي چې افغان لوري برید نه وي کړی

تاند (شنبه د لړم ـ عقرب ۱۷مه) د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند به تر هغه وخت وي، ترڅو چې افغان لوري برید نه وي کړی.

هغه تازه یوې پاکستاني رسنۍ ته ویلي چې، مذاکرات پای ته رسېدلي او کومه نتیجه یې نه ده ورکړې.

له دې سره هم مهاله نن (شنبه) سهار د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر خپله اکسپاڼه ولیکل چې، د دواړو خواوو ترمنځ مذاکرات د پاکستان د غیر مسؤلانه غوښتنو په خاطر بې پایلي پای ته رسېدلي.

مجاهد ټینګار کړی چې، د هر ډول برید دفاع او ځواب به ورکړي.

دا په داسي حال کي ده چې، پرون (جمعه) د ترکیې د استانبول ښار په کوربتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ درېیم پړاو مذاکرات د پاکستان د بې بنسټه غوښتونو له امله بیا بې نتیجې شول او د دغه هیواد دفاع وزیر خواجه اصف پاکستاني رسنیو ته ویلي چي، د اوس له پاره د نورو خبرو پلان نه لري.

خواجه آصف تر دې وړاندې هم د خبرو د بې پایلې کېدو په صورت کې د جګړې ګواښ کړی وو چې، د طالبانو له لوري هم له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.

1 COMMENT

  1. دغه رزیل فرنګي نسله یهود سوډران د افغان ولس ازلي دښمنان دي. په تور دجال غلام پنجاب باور کول په یهودو باور کول لویه خطا ده. هغه رزیل کلابیان شمالیان د پنجشیر ګیدړان سیتمیان خراسانیان اوس د پنجاب غیږې ته ځان اچوي او د پنجاب لپاره لکه د نړیوالو یرغلګرو لپاره نعره تکبیر نارې وهي. هغه رزیل هغه خنزیر کارغلئ رازق مامون نن خپل د ډول تسمې ټینګې کړې او د پنجاب بریالیتوب غواړي. زما له طالب حکومت نه هیله ده د لوی سبحان ذوالجلال په نوم دغه د تور تم له تیارو ولس راوباسۍ . دعلم دروازې پرانیزۍ او د لوی افغانستان د ساتنې او ابادۍ لپاره لوی سنګر سۍ. که چیرې تاسي د علم دروازې د افغان خویندو د نازو انا او زرغونې انا د لمسیانو په مخ پرانیزۍ ، تاسي به تر قیامته په واک پاته او د خراسانیانو کلابیانو سیتمیانو هیلې به له خاورو سره خاوري او تور دجال پنجاب به د هر ګاوڼډ دښمن په ګډون مات سي. 😔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کامن ویس پښتو | جانداد جهاني

پښتو څه ته اړتیا لري؟ پښتو ژبه چې میلیونونه خلک پرې خبرې کوي، د تاریخي، کلتوري او ادبي ارزښتونو لرونکې ژبه ده. په دې وروستيو...