Homeخبرونه‏راشدخان د "خان بنسټ" پرانیست

‏راشدخان د “خان بنسټ” پرانیست

تاند (شنبه د لړم ـ عقرب ۱۷مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان «خان بنسټ» پرانیست، چې موخه یې د بې وزلو افغانانو د روغتیايي خدمتونو پراختیا او بېړنی ملاتړ دی.

د بنسټ د پرانیستې مراسم په هالنډ کې ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د ملي لوبډلې لوبغاړي، په ځانګړي ډول ابراهیم ځدران او ګڼو افغان مخکښو څېرو ګډون کړی و.

راشد خان د پرانیستې پر مهال وویل: «زه ډېر خوشبخته یم چې الله داسې مقام راکړی، چې د خپلو خلکو خدمت وکړم.»

هغه زیاته کړه چې د خپلې مور د ناروغۍ پر مهال یې ژمنه کړې وه چې د افغانستان په ځانګړي ډول د ننګرهار د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره به کار کوي.

د خان په وینا، د بنسټ تمرکز به پر روغتیا، ښوونې او بېړنیو مرستو وي، خو روغتیايي خدمتونو ته به ځانګړې پاملرنه کېږي.

تر دې وړاندې هم د کرکټ ځینو لوبغاړو د خیریه کارونو لپاره بنسټونه پرانیستي دي، چې موخه یې په ځانګړې توګه بې وزلو افغانانو سره مرسته او د هغوی لاسنیوی ښودل شوی دی.

1 COMMENT

  1. د یوه هیواد وال په توګه وایم: دا به بهتره وی چی څو کسه لوبډلان یو ځالی په خپله پانګه یوه لویه شفاخانه جوړه کړی چی د هر راز امراض تداوی پکی وشی او نور دا بیوزله ولس د پنجاب له محتاجی څخه خلاص شی. داسی به د دوی نومونه په تاریخ کی ثبت شی او کچیری هر یوه د بنسټونو په نوم خپل بازار ته رونق ورکوی بیا نو هغه جدا خبره ده او له هیڅ څخه لږ هم ښه دی بیا یی هم کور آباد ځوی لوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...