سهار کابل کې له یو ډاکټر ملګري سره غږیدم. پوښتنه مې ترې وکړه چې له دولت سره دې کار بیرته پیل نه کړ. ویل یې، نه؛ وای چارواکي په دې باور دي چې د ادارو په ګډون دولت یې په غنمیت کې تر لاسه کړی او دا چې غنیمت د دوی حق دی، په غنیمت کې دوی ته مشوره ورکولو، ورغږدیدلو او نظر ورکولو ته سپک کتل کیږي.
دې خبرو په یو زړه پورې ټکي ته زما پام ورواړوو، چې رښتیا هم کیدای شي اوسني حاکامانو د ځینو نورو دیني مسایلو په څیر د غنیمت اصل بل ډول تعریف کړای وي او یایې خپلو همکارانو او انډیوالانو ته په لیکلي او شفايی ډول د غنیمت ماهیت د اسلامي لارښوونو په چوکاټ کې نه وي تشریح کړای.
که چارواکي رښتیا هم تر څلورو کلونو وروسته په دې باروي چې دولتي ادارې، دولت او بیت المال د دوی غنایم دي، نو غټه ستنوزه ده او کیدای شي په همدې دلیل له طالب او د هغوی له انډیولانو پرته نورو ته ډیره ستونزمنه وي چې په دولتي ادارو کې باعزته کار وکړي او په همدې دلیل کیدای شي د کور دننه او بهر افغانانو مشورو ته ارزښت نه ورکول کیږي.
د غنیمت په اړه به د نورو دیني مسایلو په څیر ډول ډول فقهی تعبیرونه وجود لري، خو زما په باور هیچرې به مو نه وي لیدلي چې دولتي اداره دې غنیمت او دولتی اساسې دې غنیمت وګڼل شي. نني حاکامان باید په خپلو لیکو کې خپلو همکارانو او انډیوالانو ته ښوونه وکړي چې په اسلام کې اداره او دولتي اساسي نه غنایم او نه میراثي توکي دي او په حکومت کې د کار کولو اصول وړتیا، صداقت، اهلتیا، شرافت او افغانیت وي، نه له یوې ډلې او انډیوالی سره تړاو.
کیدای شي په همدې دلیل هم په دې وروستیو کې په دولتي ادارو کې د فساد کچه لوړه شوي وي، ځکه چې ځیني چارواکي به په دې باور وي چې له ادراو څخه پیسې ترلاسه کول د دوی د غنایمو حاصل دی او ځان ته به یې حلالې ګڼي.
په اوسنیو شرایطو کې چې افغانستان یو ځل بیا د یو ګاونډي هیواد له ګواښ سره مخ دی، حاکامان باید حکومت نه میراثي او نه غنیمت وګڼي، د اداري فساد له منځه وړولو لپاره خپلې ټولې هڅې همغږې کړي او په ادراو کې ټولو افغانانو ته د کار کولو یو ډول فرصت ورکړي او کار اهل کار ته وسپاري، او د ګاونډیو له جاسوسانو سره سخت چلند وکړي البته د قانون په چوکاټ کې. دولتي ملکي ادارې باید له ژبنیو، قومي او مذهبي توپیرونو پرته د افغانستان ټولو وکړو ته د خپل وس سره سم پر خدمت تمرکز وکړي تر څو د بهرني ګواښ په وړاندې افغاني لیکو کې درز پیدا نه شي او که حاکمان غواړي چې رښتیاهم له حکمته کار واخلي باید د کور دننه ټولو افغانانو ته د سیاسي، اجتماعي او رسنیزو فعالیتونو او زدکړو ترلاسه کولو لپاره جدی اقدامات وکړي تر څو د وخت په تیریدو د افغانستان سیاسي، ټولنیز او اقتصادي جوړښتونه سالمه وده او تکامل وکړي او هیڅکله هم بیا د یو بهرنی هیواد یرغل او یا مداخلې ته زمینه برابره نه شي.
افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ګډ باید پاتې شي.