د ټکنالوژۍ پرمختګ د انساني ټولنې د پرمختګ ښکارندوي کوي، د ټکنالوژۍ له اړخه نړۍ نن تر بل هر وخته ډیره پرمختللې ده، د انسان عادې او ساده وړتیاوې یې په پوره معنا له ګواښ سره مخ کړې دي او تر ډیره یې د انسان د چارو د پر مخ بیولو کنټرول په لاس کې اخیستی دی. له دې پرمختګ سره جوخت د نن انسان باید تر پخوا ډیر هوښیاره هڅه وکړي چې کار یې استثنایي وي او د نورو انسانانو لپاره نېکمرغي رامنځته کړي. د ټکنالوژۍ پرمختګ لویه ګټه انسان ته دا ده چې د انسان ژوند او وړتیاوې با ارزښته کوي، نه پریږدي چې انسان په عادي مسایلو کې ښکیل شي او یا ساده ژوند وکړي بلکي انسان د ټولو پرمختګونو د محرک اصلي هسته ګڼي. هغه هېوادونه چې د ټکنالوژۍ په پرمختګ باوري دي او دا پرمختګ د خپلې ټولنې د رښتیني پرمختګ اصل ګڼی نو هڅه یې دا ده چې په دې برخه کې پراخه پانګونه وکړي او ددې پانګونې په مټ خپله ټولنه د نړۍ د ټکنالوژیک پرمختګ د نظم په سر کې راولي. چېن یو له هغو ځانګړیو هېوادونو شمېر کیږي چې په منصوعې ځیرکتیا یې له ۲۰۰۶ کاله په منظمه او سیسټماټیکه توګه پانګونه پیل کړې ده، په ۲۰۱۷ کال کې یې د نوي نسل په مټ د پرمختګ او ځیرکتیا د پلان تر نامه لاندې دغې پانګونې ته نوره پراختیا هم ورکړه. دا پلان د چېن د حکومت له خوا د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د نړیوال کیدو او لومړي ځای د خپلولو په موخه رامنځته شوی دی. د یادونې وړ ده چې د مقالو د تولید په برخه کې چېن تر امریکا مخکې دی، د دقیقو څېړنو په اساس په ۲۰۲۴ کال کې چېن د مصنوعې ځیرکتیا په برخه کې د نړۍ تر ۵۰ سلنه زیاتې مقالې خپرې کړې دي. او دې چاره یې د مصنوعي ځیرکتیا صنعتی ارزښت له ۷۰ میلیارده ډالرو زیات کړو.
د نړۍ د ټکنالوژۍ پرمختګ ته په کتو، هر هغه هېواد چې تر ټولو ډېره پانګونه کوي تر ټولو ډېره ګټه ترې اخلي، چېن هر کال په مصنوعي ځیرکتیا شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالر پانګونه کوي چې تر ډیره دغه پانګه د لوی فنډ یا ( Big Fund) له لارې وېشل کیږي، او د چېن هېواد بانکونه هم په دې برخه کې د پراخه پانګونې لپاره قرضونه ورکوي. د حکومت پراخه پانګونه او هڅونه ددې سبب شوې چې خصوصي سکټور هم په دې برخه کې میلیاردونه ډالر پانګونه وکړي او دا په دې برخه کې د بازار د ارزښت د لوړلو تر ټولو هوښیاره هڅه ګڼل کیږي.
کله چې خبره د ځیرکې پانګونې کیږي معنا دا چې چېن په مصنوعي ځیرکتیا پانګونه بنسټیزه او ستراتیژیکه کوي، په تعلیمي مرکزونو کې له ښوونځی نیولې تر پوهنتونونو د مصنوعي ځیرکتیا اړوند کورسونه رامنځته کړي دي او په دې برخو کې د متمرکز او معنا داره کار لپاره یې ۴۳۰۰ شرکتونه په کار بوخت دي تر ټولو ښه بیلګه یې د ډیپ سیک (DeepSeek) په نامه اپلکشن دي چې په نړیوال سطحه یې میلیونه خلک کاروي او تر ډېره د چېن د پوهنتونو د څېړونکو په مټ پر مخ وړل کیږي.
د ټکنالوژۍ د اوسني عصر د پرمختګونو دقیقه ارزونه که ترسره شي چېن هغه هېواد دی چې د ډیټا د کارونې په برخه کې د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله ښه روان دی. په دې وروستیو کې چین د ډیټا د کیفیت او په دې برخه کې د اخلاقي ارزښتونو په پامنیوي سره نوی قانون رامنځته کړي چې تر ډېره د ډيتا د امنیت او له دې ډیټا د اخلاقي کارونې په موخه پکې ټول اړین مسایل مطرح شوي دي. د ټکنالوژۍ د پرمختګ سره جوخت د ډیرو انسانانو سره د دوي د ډیتا د خوندیتوب او له دې ډیتا کار اخیستل هغه موضوع ده چې دوي یې د ټکنالوژۍ په برخه کې غیر متمرکز کړي دي او ډیر وخت د ټکنالوژۍ پراخه پرمختګ دوي د خپلې ډیتا د امنیت په باب اندیښمن کوي، دې موضوع ته پام چېن په دې برخه کې مهم ګامونه پورته کړي څو له ټکنالوژۍ ګټه اخیستونکي باوري کړي چې امنیت یې خوندي دي او معلومات یې په ډاډمن محیط کې دي.
د اوسني ټکنالوژیک عصر تر ټولو مهمه او اساسي موضوع د ډیټا تحلیل او خوندیتوب دی چې په دې برخه کې هېوادونه د خپل قدرت اړوند پراخه پانګونه کوي او هڅه یې دا وي چې څنګه په دې برخه کې د ډیر امنیت ډاډ خلکو ته ورکړي. مصنوعي ځیرکتیا د تیرې او اوسنۍ نوې ډیتا په آډانه کې د انسانانو اړتیاوې پوره کوي، یعنې د کلونو په را ټوله شوې ډیټا څنګه نوره ډیټا رامنځته کړي، او څنګه له شته ډیټا څخه کار واخلي. ډیتا ساینس په اوس وخت کې تر ټولو مهمه او د ودې په حال کې څانګه ده ځکه په نړۍ کې هره ورځ په پراخه توګه نوي معلومات تولیدیږي، د همدغه معلوماتو تحلیل او خوندیتوب د ډیټا سنټرونو لپاره تر ټولو مهمه او پیچلې چاره ده. اوس پوښتنه دا ده چې ډیټا څنګه مهمه ده چې په مټ یې شرکتونه، حکومتونه، او ادارې هوښیارې او د وخت د اړتیا سره سمې پریکړې کوي. دا چې په نړیوال بازار کې کې کوم محصول ډير پلور لري، خلک د کومو چوپړتیاوو لپاره پانګونه کوي او څنګه د پېښیدونکو ګواښونو مخ نیولی شو هغه موضوعات دي چې د ډیتا د تحلیل او ساتنې په برخه کې د بحث وړ موضوعات ګنل کیږي. مصنوعي ځیرکتیا د همدغه ډیتا په مټ د خلکو اړتیاوې پوره کوي او د دوي پوښتنو ته ځواب وايي، اوس تر ټولو مهم فکر چې د انسانانو سره پیدا کیږي دا دی چې څنګه د مصنوعي ځیرکتیا لپاره د کارونې فکر رامنځته کړي او څنګه دغه فکر پراخه او ګټور کړي. له مصنوعي ځیرکتیا که د انسانانو لپاره ګټې راټوکوي بیا په ځینو برخو کې انسانان له خپلو وړتیاوې لرې کولای هم شي. تر ټولو لویه ستونزه یې دا ده چې د انسان د فکر سره په موازي توګه مخ ته ځي معنا په ډېره کمه اندازه پېښیدلی شي چې په ځینو ځایونو کې د انسان د فکر خلاف مسیر خپل کړي، همدغه چاره بیا د انسان د فکري تخلیق ريښې کمزورې کوي. اوس دې مسلې ته په پام، چېن په پوره معنا د مصنوعي ځیرکتیا ارزښت او کارندوالی درک کړی او په همغه اساس ګټه ترې اخلي. دا ښکاره ده چې کوم هېوادونه چې د نړۍ پراخه تولید، تولیدوي او نفوس یې ډیر وي له مصنوعي ځیرکتیا ځیرکه ګټه اخلي.
له مصنوعي ځیرکتیا څخه ګټه اخیستونکي باید دې ته پوره پام وکړي، چې د انسان په لاس جوړ شوي ماشین هېڅ وخت د انسان د وړتیاوو نه پراخ فکر او کار نشي کولای بلکي د انسانانو ترمنځ د ځیرکتیا او اړتیاوو د درک لپاره داسې بستر رامنځته کوي چې دوي یې په مټ د یو او بل د ژوند د غوره کولو لپاره ګټه واخلي. د مصنوعي ځیرکتیا راتلونکي د انسانانو د پرمختګونو سره تړلې پدیده ده، هر څومره چې انساني ټولنه پرمختګ کوي په همغه اندازه داسې وسایلو ته اړتیا پېښیږی چې انسانان یې د ژوند د اسانتیاوو په موخه وکاروي. پر مصنوعي ځيرکتیا تمرکز په نږدې راتلونکي کې ډېره پیاوړې، ځيرکه او انساني بڼه خپله کړې، دا هغه پړاو ته تګ دی چې ماشینونه به د انسان په کچه پوهه، زده کړه او منطق ته ځان نږدې کوي، او دا هغه مرحله ده چې ماشین یوازې د کارونو د ترسره کولو لپاره ونه کارول شي بلکي هڅه به یې دا وي چې ځینې پیچلې مسلې حل کړي. نن همدا ورځ ده چې موټرونه، روباټونه او دندې پرته د انسانی لارښونې خپله پریکړه کوي او له کومې ستونزې سره چې مخ کیږي خپله به حل لار ورته پرانیزي. اوس ددې هڅه ګړندۍ شوې چې د انسانانو په عواطفو او احساساتو کې هم ځان ښکیل کړي، چې څنګه د انسان سره د خواخوږۍ حس رامنځته کړي او په مټ یې انسان ځان ته وغږوي. ماشینونه اوس هڅه کوي چې د احساساتو په مټ د انسان سره یوه مشترکه ژبه رامنځته کړي چې په مټ یې سبا ماشین د انسان خواخوږۍ، غم او خوښۍ پر وړاندې تر ټولو لومړی همراز وګرځیږي.
پوښتنه دا ده چې چېن څنګه په مصنوعي ځيرکتیا کې پر نړیوال قدرت بدل شوی دی، او تر ټولو مهمه دا چې د چېن حکومت او خصوصي سکټور دواړه په ګډه ددې موخې لپاره کار کوي او هر کال پرې میلیونه ډالر پانګونه کوي، د مصنوعي ځیرکتیا په مټ چېن د څېرو په پیژندلو کې د نړۍ تر ټولو پرمختللې ټکنالوژي کاروي او له دې لارې د سیستمونو په امنیت، د عامه چوپړتیاوو او ښاري ګڼې ګوڼې د کنټرول په برخه کې د نورو برخو په پرتله تر ټولو ډېره ګټه او کار اخلي. همدا هڅې دي چې چېن د اقتصادي ودې اوپراختیا ماشین پرې رامنځته کړی دی. د چېن د ننه تولید دومره پراخه شوي چې انساني قوه یې به پشپړه توګه نشي کنټرول کولای نو ددې لپاره اړ شوي دی چې د فابریکو اتومات کنټرول، څار، او ځيرکو ښارونو د رامنځته کولو په موخه داسې پروژې رامنځته کړې چې په مټ یې زرګونه نوي مسلکونه پیدا کړي. دا سیالي د امریکا، چېن او اروپا ترمنځ نه یوازې د ټکنالوژۍ په برخه کې ده بلکي د اقتصادي، سیاسي او نظامي برخو د نظم او پراختیا په برخو هم متمرکزه ده. خو ځانکړنه دا ده چې چېن د نورو هېوادونو په پرتله د اخلاقي اصولو د رعایت په برخه کې د نورو هېوادونو نه ډیر ژمن دی او د انسانانو د محرمیت موضوع ورته ډیره مهمه ده. دا ښکاره خبره ده چې د مصنوعي ځیرکتیا په مټ چېن د نړۍ د ځواک د توازن د بدلولو په حال کې دی. هغه هېواد چې مصنوعي ځیرکتیا یې د خپل پرمختګ، امنیت او نړیوال نفوذ بنسټ ګرځولې ده. دا به راتلونکی ثابته کړي چې مصنوعي ځيرکتیا به د ګډې او مشترکې سوکالۍ په موخه وکارول شي که د نړیوالې سیالۍ او کنټرول په موخه.
د ځواکمنو هېوادونو د سیالیو په روانه لوبه کې لیدل کیږي چې ډېر هېوادونه به یې د خپلو سیاستونو اړوند کاروي، دا ښکاره ده چې امریکا به یې د خپلو شومو سیاسي موخو لپاره کاروي، خو برعکس چېن به یې د خپل اقتصادي سیاست د پراختیا په موخه کاروي. هغه موخه چې نړۍ او ولسونه ته یې پیغام د ثبات او ګټو دی نه د جبر او جګړې.