یکشنبه, نوومبر 9, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهلوګر کې په څه باندې یو میلیارد افغانیو ۳۵ کېلومټره سړک جوړېږي

لوګر کې په څه باندې یو میلیارد افغانیو ۳۵ کېلومټره سړک جوړېږي

تاند  ( جمعه د لړم ـ عقرب ۲مه) لوګر کې د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم، بره‌کي برک او څرخ ولسوالیو کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د سړکونو جوړولو چارې پيل شوې.

پل‌علم کې په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د لوګر د ټولګټو چارو ریاست ریيس مولوي جنت‌ګل سراج وویل چې، په دغه پروژو کې د لوګر مرکز پل‌علم له خضر نه تر پادخواب روغوني، د بره کي برک ولسوالۍ له بره کي راجان څخه تر ده شیخ څلور لارې، د څرخ ولسوالۍ نه تر ډبر پل پورې ۳۲ کېلومټره سړک او د پوهنتون ۳ کېلومټره سړک په پاخه او اساسي ډول جوړول شامل دي.

سراج زیاته کړه، یاد سړکونه د ټولګټو چارو وزارت د یو میلیارد او ۶۹ میلیونه افغانیو په مالي لګښت په راتلوونکو دوه کالونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړیږي.

د نوموړي په خبره، ټولګټو چارو وزارت په پام کې لري چې د لوګر ازرې ولسوالۍ او همدارنګه د خوښۍ او محمداغۍ ولسوالیو ترمنځ حلقوي سړکونه هم په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي.

طالب مسوولانو همدارنګه له اړونده شرکت وغوښتل چې د لوګر ولایت د ۳۵ کېلومټره سړک د جوړیدو چارې اساسي او معیاري ترسره کړي او که چیرې یې معیاري ترسره نه کړي، حکومت به درسره محاسبه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو انځور زر خبري | غني حسن

مقدمه: ځیني انځورونه لکه شعرونه د هنري ظرافتونو تر څنګ استعارې، کنایې او سمبولونه هم لري، چي له دې سره نو یو عالم فکري ماناوي...