Homeخبرونهخوست کې د طالبانو او پاکستاني پوځيانو وروستیو نښتو له امله ۳۵۰ کورنۍ...

خوست کې د طالبانو او پاکستاني پوځيانو وروستیو نښتو له امله ۳۵۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي

تاند  ( جمعه د لړم ـ عقرب ۲مه) د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې پر ډيورنډ کرښه د طالب ځواکونو او پاکستاني ملیشو ترمنځ وروستيو نښتو له امله ۳۵۰ کورنی بې‌ځايه شوي دي.

خوست ولايت مقام  کې د طالبانو وياند مستغفر ګربز رسنیو ته ویلي چې، د جګړو پرمهال پاکستاني پوځي رژيم د جګړې له قوانینو سرغړونه کړې وه او د عامو خلکو هستوګنځي یې په نښه کړي چې له امله یې لسګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوې دي.

د ګربز په خبره چې يادې کورنۍ اوس تر خېمو لاندې د غرو په لمنو کې شپې او ورځې سبا کوي او ځينې هغه يې د خپلوانو کورونو کې مېشت دي.

د نوموړي په خبره د خوست ولایت مقام په لارښوونه، د افغان سرې میاشتې د بیړني غبرګون ډلې له لوري ترسره شوې سروې ښيي، چې د وروستيو نښتو له امله شاوخوا ۳۵۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

ګربز همداشان وويل چې د پاکستاني ملیشو په بريدونو کې ۳ ملکي وګړي ټپیان شوي او د سيمې د خلکو نږدې ۳۰ څاروي له‌منځه تللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...