چهارشنبه, دسمبر 31, 2025
Homeخبرونهذ مجاهد: د پاکستاني پوځ دسیسې به سیمه بې ثباته کړي

ذ مجاهد: د پاکستاني پوځ دسیسې به سیمه بې ثباته کړي

تاند (یکشنبه د لړم ـ عقرب ۱۸مه) ‏د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي،چې د پاکستان پوځ ځېنې جنرالان د پیسو د ترلاسه کولو لپاره د سیمې د بې ثباته کولو هڅه کوي.

مجاهد یوې خصوصي رسنۍ سره مرکه کې د کوم هېواد له نوم اخیستلو پرته ویلي، د دوی انګېرنې دادي چې د پاکستان پوځ څو جنرالان د پیسو په بدل کې د ناامنیو جوړولو سره غواړي اوبه خړې او شخصي ګټې ترلاسه کړي.

نوموړي د پاکستان متزلزل سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت ته په اشارې زیاته کړې، که چیرې دغه انګېرنه رښتیا وي، د تاوتریخوالي جوړول به دوام وکړي او بیا به هم بایلونکی پاکستان وي.

مجاهد همداراز د سیمې پر هېوادونو غږ کړی چې، د پاکستاني پوځ د ننه ددغې کړۍ دسېسو ته بیداره اوسي، ځکه دا ډول تحرکات د افغانستان تر څنګ سیمه هم زیانمنولی شي.

بل لورته بیا پاکستان تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

مجاهد داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، تازه په ترکیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ درېیم پړاو خبرې بې پایلې شوې.

1 COMMENT

  1. همدا اوس تازه اسلامی هیوادونو د ناټو تشکیل جوړ شوی چې پکي ترکي او پآکستان او عربستان له لوری مخی ته وړل کیږی او پوځ مشری هم عاصم منیر ته ورکړی بل دا چې عاصم منیر غواړه د ټول عمر لپاره د پآکستان مارشال شي او میاشت مخکي یی د امریکا ولسمشر ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې پټ ولیدل مطلب دا چې د ذبیح الله مجاهد د ټرمپ او عاصم منیر د غرمي ډوډی او د پاکستان له لوري ټرمپ ته معدنو وړاندیز په بلوچستان او پښتونخوا کې، چې دا به ایران او چین او همدارنګه افغانستان او د سیمو نورو هیوادونو ته سخت تمام شي ویل کیږی چې ټرمپ هغو هیوادونو سره هم کتلی چې پخوا شوروی اتحاد غړی وو لکه تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان او قزاقستان او نورو هیوادونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پانوس؛ سويډن ـ ډنمارک ادبي هنري کاروان، ادبي غونډې

راپور: محمدسمیع صادق د ژمي په يوه ماښام کي، چي  د دوستۍ او تفکر تودوښي يخوالی نرم کړی وو، د مالمو ښار چوپتيا د شال په څېر پر ځان راکش...