تاند (یکشنبه د لړم ـ عقرب ۱۸مه) له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د را ایستلو په دوام، پرون شنبه بیا له بېلابېلو لارو ۲ زره ۱۵۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د راپور له مخې چې د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۶، د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۳، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۱۳۶۵، د ننګرهار د تورخم له لارې ۵۸۲ او د هلمند د بهرامچې له لارې ۱۸۳ کورنۍ راستنې شوې دي.
په راپور کې ویل شوي چې د دې ترڅنګ ۴ زره ۴۳۱ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او ۱۶۵۲ راستنوشويو ته سيمکارتونه او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.
د ویلو ده چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو راستنېدل په بېسارې توګه زیات شوي چې د راپورونو له مخې یوازې په تېرو شاوخوا څلورو میاشتو کې ایران نږدې یو نیم میلیون کډوال را ایستلي دي.