یکشنبه, نوومبر 9, 2025
Homeخبرونه‏د سوریې ولسمشر احمد الشرع په یوه رسمي سفر امریکا ته تللی

‏د سوریې ولسمشر احمد الشرع په یوه رسمي سفر امریکا ته تللی

تاند (یکشنبه د لړم ـ عقرب ۱۸مه) د سوریې دولتي خبري اژانس «سانا» ویلي، احمدالشرع د یکشنبې په ورځ د لړم پر ۱۸مه واشنګټن ته تللی.

یاد اژانس د الشرع د سفر د موخې او پروګرامونو په اړه نور جزئیات نه‌ دي ورکړي.

خو بل لورته پخوانیو راپورونو څرګنده کړې، چې نوموړی د «داعش» ډلې پر ضد د نړیوال ائتلاف د ملاتړ او د خپل هېواد د رسمي ګډون د اعلان لپاره امریکا ته تللی او ټاکل شوې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په دې تړاو لیدنه ولري.

دغه سفر وروسته له هغې کېږي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د احمد الشرع پر ضد لګول شوي بندیزونه لغوه کړل.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې ویلي و، چې الشرع «فوق‌العاده کار کړی» او ښايي ورسره په سپینه ماڼۍ کې وګوري.

دا د روان میلادي کال له پیل راهیسې د سوریې د ولسمشر دويم سفر دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو انځور زر خبري | غني حسن

مقدمه: ځیني انځورونه لکه شعرونه د هنري ظرافتونو تر څنګ استعارې، کنایې او سمبولونه هم لري، چي له دې سره نو یو عالم فکري ماناوي...