چهارشنبه, جون 26, 2024
Home+مقدس سفر | عزت الله شمسزی

مقدس سفر | عزت الله شمسزی

الوداع عمان

اوومه برخه

عمان ښار ته الوداع ویل سخته وه، خو د امیر اطاعت واجب دی. اوس نو په یوه غیشي دوه ښکاره کوو.

یو به د سلطان صلاح الدین ایوبي د لښکرو لاره او کلاګانې ګورو او بل به وادي موسی ته لاړ شو چې د یوه لرغوني‌ جادویي‌ ښار رازونه وسپړو. خوشاله شوم چې نن د نړۍ داسې یوه لرغوني ښار ته ځو چې ډېر جالب  داستانونه او روایتونه ورسره تړلي دي. ددې ښار ګڼ نومونه لکه ګلابي‌ ښار، ورک شوی ښار، افسانوي ښار،‌ د پیریانو ښار او بلاخره هغه ښار چې په دې وروستیو کې د نړۍ په اوو عجایبو کې ور زیات شو هر یو جلا جلا کیسې لري. دا پیچلی او په زړه پورې ښار له موسی علیه السلام نه نیولی تر هارون علیه السلام پورې د څو نورو پیغمبرانو دمه ځای و، او اوس هرکال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ملیونونه سیلانیان یې دیدن ته روان وي. هغه چې ویل مې په یوه غیشي دوه ښکاره، اوس یې درته وایم.

سره له دې چې اردن ټول د سیل او زیارت لپاره په زړه پورې هېواد دی، خو زما خپله د پېټرا ښار لیدلو ته ډېره تلوسه وه. هغه وخت چې مې د سفر لپاره غوښتنلیک لیکه هلته مې د پېټرا نوم ولید او سخت ورته خوشاله شوم. زه چې له ډېره وخته د نړۍ له عجایبو سره مینه لرم او دهغوی لیدل مې هیله ده،‌ کله کله یې پر کمپیوټر عکسونه ګورم. یوه ورځ مې د پېټرا عکسونه هم مخې ته راغلل چې ډېر زیات مې خوښ شول. اوس چې په بس کې ناست یم او پېټرا ته ځم بیخي دخپلو احساساتو اظهار راته ګران ښکاري. سره له دې چې د پیټرا نوم له مخکې نه زموږ په پلان کې و، خو نن زموږ د سفر امیر فیصله

عزت الله شمسزی

وکړه سفر به پر شاهي سړک (الطریق الملوکی) باندې وي. ددې سړک باره کې ویل کېږي چې د نړۍ ډېره لرغونې لاره ده چې له زرګونو کلونو راهیسې سیلانیان، تجاران، زایرین، پاچایان، لښکرې او نور ډېر خلک پر همدې سړک له شمال نه جنوب ته تېر شوي دي. پیټرا ته تللې دا لاره که څه هم له هغې بلې صحرایي‌ لارې یو ساعت اوږده او غرنۍ ده خو وایي ړوند له خدایه نور څه غواړي. زه د میشیګن پراخو اوارو ځنګلونو ستړی کړی یم. ما د ماهیپر او سالنګ غوندې ځایونو ته بوځئ. تر لږ مزل وروسته زموږ بسونه Highway 35 ته برابر شول. سره له دې چې دا او ددې سړک نوی نوم دی، خو عام خلک یې لا هم شاهي سړک بولي. کټ مټ لکه د کابل ارزان قیمت چې په رسمي کاغذونو کې احمدشاه مېنه ده خو عام خلک ارزان قیمت ته ترجیح ورکوي.

زموږ بس ښه په کش کې روان دی او زه هغې دښتې ته ګورم چې د صلاح الدین ایوبي د لښکرو د جګړې شاهده وه. تر نیم ساعت مزل وروسته رضوان د بس مخې ته پر خپل ځای ودرېد او مایک یې خولې ته نږدې کړ:

  • اماده یاست چې بیا خبرې وکړو.‌
  • رضوانه، ته نه ځې، ستا زړه نه غواړي چې اردن پرېږدې هسې له موږ نه مشورې غواړې.

په بس کې خندا خوره شوه. ما هم سر راپورته کړ.

رضوانه! لکه چې بیا مو په خپله کیسه بوختوې، پرېږده لږ سیل وکړو.

رضوان به ښایي د پنځه څلوېښتو کلونو وي، ږیره کې یې سپین ډکي ښکاري. دنګه ونه او ښایسته قواره خدای پاک ورکړې ده. د ښې باډۍ او قوارې ترڅنګ د ښو اخلاقو څښتن هم دی، په لږ وخت کې یې زموږ د ګروپ له ټولو ملګرو سره ځان دومره نږدې کړی چې کله کله شخصي مشورې هم را څخه غواړي.

په بس کې معمولا موږ سره یو تن دیني عالم او یو تن لارښود وی چې دوی موږ پر لاره بوخت ساتي. زموږ ټول اتیا کسیز ګروپ سره څلور تنه دیني عالمان او څلور تنه لارښوونکي دي. دیني عالمان درې تنه نارینه یوه ښځینه راسره له امریکې راغلي، خو رضوان، محمد او مصطفی په اردن کې راسره ملګري شوي دي. ‌ لکه دمخه چې مې یادونه کړې ده رضوان راسره په لومړي ورځ ملګری شو او د اردن د زاړه ښار چکر یې راکړ.

په موته هدیره کې دیني عالمانو شیخ عمر او شیخې عایشې د موته غزا او اصحابو په اړه کافي معلومات راکړل.‌ دا دواړه تورپوستي افریقایي‌ امریکایان دي خو په عربي هم پوهېږي. دومره مینه ناک خلک دي چې د ستاینې لپاره یې توري نه لرم. زه چې د سفر نامې لیکلو نیت لرم نو کله کله چې کومه موضوع راته ګونګه وي له شیخ عمر یا شیخې عایشې نه پوښتنه کوم او هغوی ډېر په مینه ځواب راکوي. که رښتیا ووایم زما ملګری رضوان هم له دوی کم نه دی. دا سړی چې په هره موضوع کې وچېړې داسې نادرې خبرې ترې راوځي چې حیران به ورته پاتې شې. سره له دې چې دمسلک له مخې نرس دی، خو ده راته وویل چې پراخه مطالعه لري او په دیني مسایلو او تاریخ یې سر ښه خلاص دی.

موږ چې د مبارکې ونې لیدلو ته تللي وو، نو هغه لاره لږه اوږده وه. د بېرته راتګ په وخت رضوان بس کې یو بحث شروع کړ او غوښتل یې له موږ نه مشوره واخلي. ده ویل د امریکا په شیکاګو کې یې دنده پیدا کړې ده، افر هم ورته راغلی، خو نه پوهېږي چې هلته لاړ شي او کنه. اندېښنه یې دا وه چې اولادونه به یې هغه ټولنه کې ورک شي او خپل فرهنګ به له لاسه ورکړي. که رښتیا ووایم دا یوازې د رضوان اندېښنه نه ده. زیاتره خلک چې غرب ته راځي ډارېږي چې اولادونه به یې د هغې ټولنې رنګ و بوی خپل کړي. زه چې دا اته کاله په امریکا کې اوسېږم دغه وېره ډېر ښه احساسوم، ځکه یو شمېر خلک ګورم چې پر خپلو اولادونو کنټرول نه لري او ورو ورو ترې لرې کېږي. خو، داسې هم نه ده چې په غرب کې ټول خلک داسې دي چې اولادونه به یې شنه ځناور وي. دا د هرې کورنۍ په تربیې پورې اړه لري چې څومره له خپلو اولادونو سره نږدې پاتې کېږي او څه ډول اصول یې ورته ټاکلي. زما ډېر امریکایان دوستان او یا همکاران دي چې اولادونه یې ډېر ښه روزلي‌ دي، د خپل مور او پلار احترام لري او ټولنې ته یې هم ګټه رسېږي، خو ځینې بیا داسې دي چې سمه پالنه یې نه وې شوي، پر کورنۍ او ټولنې تاوان وي.

د سوریې ام سلمه رضوان ته یو ډېر ښه مثال ورکړ، هغې ویل موږ ټول په دې پوهېږو چې ماشومان د انسانیت مستقبل جوړوي. دوی په انفرادي ژوند کې د والدینو ملاتړ او ټولنیز ژوند کې راتلونکي پسرلي دي چې نړۍ به پرې ښکلې وي. زه ستاسې ویره احساسوم ځکه ماته را معلوم دی چې د غرب مصروف او ګړندي ژوند کې خلک په خپل بوخت مهالویش کې خپلو اولادونو ته څومره وخت ورکوي، خو دا هم راسره ومنئ چې دا په میندو پورې اړه لري.‌ ام سلمې د استاد مهدي مثال ورکړ، ویل یې زه دا سړی له ماشومامتوبه پېژنم، مور یې کونډه وه چې له مصر نه کالیفورنیا ته راغله. خو اولادونه یې هغه ده نن موږ ګورو چې زیاتره دیني عالمان او عالي تربیه لري. استاد مهدي پرون موږ سره د ډوډۍ پر میز ناست و، مېرمنه او ماشومان یې هم ورسره وو، تر هغې یې ډوډۍ ته لاس نه کړ چې مور یې د ډوډۍ میز ته رانغله او لومړۍ مړۍ یې پورته نه کړه. موږ او تاسو بار بار ترې اورېدلي چې وایي پر ما تر مېرمنې خپله مور ډېره ګرانه ده. خور او اولادونه یې هم موږ ولیدل. دی زموږ د بحث لپاره یوه ښه بېلګه ده او دده له شخصیت نه ښکاري چې تربیه او کورني مسایل د هر چا خپل چلند پورې اړه لري. په غرب کې موږ او تاسو ټول ګورو چې نه جومات ته پر تګ راتګ بندیز شته، نه ستاسو پر لباس څوک خبره کوي او نه درته وایي چې کور کې خپلو ماشومانو ته څه ډول روزنه او روحیه ورکوئ.‌ که تاسو ته دا موضوع مهمه وي هېڅکله به هم ستاسې اولادونه له خپل دین او کلتور نه منحرف نه شي. نورو ښځو هم ورته خبرې وکړې او ویې ویل څوک چې د خپلو اولادونو روزنې ته پام نه کوي هغه که په شرق کې وي او که په غرب کې پایله یې یو شان ده. دا سمه ده چې ټولنه او محیط خپلې اغېزې لري خو دا په موږ پورې اړه لري‌ چې ان په غرب کې هم څه ډول ټولنه او چاپیریال خپلو اولادونو ته انتخابوو. ما ورته دخپلو اولادونو مثالونه ورکړل چې تر ما مخکې په لمانځه ولاړ وي او خلک فکر کوي دوی نن له افغانستانه امریکې ته راغلي.‌ په ۲۰۱۸ کال موږ ټوله کورنۍ افغانستان ته تللي وو، هلته په لغمان کې زما زامنو ته کلیوالو ویلي وو چې باور مو نه شي چې تاسو دومره وخت امریکا کې تېر کړی وي، ښایي بل ځای به وئ،‌ ځکه په تاسو کې موږ هېڅ بدلون نه احساسوو.

یوې بلې مېرمنې رضوان ته مشوره ورکړه چې استخاره وکړه او وګوره چې پایله یې څه راوځي، هغه ویل استخاره مې کړې ده خو لا هم یوې نتیجې ته نه یم رسیدلی. دا تېرې دوه میاشتې پر همدې موضوع فکر کوم چې زه امریکې ته لاړ شم او کنه خو هېڅ پرېکړه نه شم کولی.‌

پر همدې موضوع خبرې روانې وې، زما سترګې درنې شوې او خوب راغی. یوه شېبه مې په خوبولو سترګو د اردن وچو دښتو ته وکتلې. د سړک دواړو غاړو کې کله کله د رومیانو د وخت پاتې کنډرونه، بازنطیني کلاګانې او د صلیبیانو د وخت ړنګې ابادۍ ښکاريدې. شنه ګیاه په کې نه ښکارېده. په دښته کې تر سوځنده لمر لاندې لرې لرې اوښان څرېدل. یو نیم ځای به یوه کوټه هم ښکاره شوه. یو ځای کې مې د پولیسو موټر ولید چې دوه تنه پولیس یې څنګ ته تر یوې څپرې لاندې ناست وو. ځای ځای د کوچیانو لرګینې کوټنۍ هم ښکاره کېدې. ددوی کوچیان لکه زموږ غوندې کېږدۍ نه وهي، بلکې ګرځنده لرګینې کوټې لري‌ چې خپلو موټرو کې یې ګرځوي. چې هر ځای پاتې کېږي هلته په دښته کې خپله سیاره کوټه ودروي. بل شی چې ماته جالبه و هغه دا چې ددوی کوچیان تر موږ عصري ښکاره کېدل. داسې راته ښکاره شول چې دوی پر اوښانو خپل لوازم له یوه ځایه بل ته نه وړي. ځای ځای به یې دښتو کې ټویوټا ډاډسنې درولې وې. لوی موټر یې هم لرل او له ځینو سره مې ټیکټر موټر هم ولیدل. دلته به د کوچیانو لپاره ډېر نور سهولتونه وو خو دښتې یې هغسې لکه افغانستان شنې نه وې او ورشوګانې یې نه لرلې. زموږ موټر په دښته کې ښایسته مزل کاوه او په دې کې زه هم خوب وړی وم. شل دقیقې خوب به مې ښایي کړی وي چې د رضوان په اواز راویښ شوم ویل یې ډوډۍ ته درېږو، خو ډېر وخت به دلته نه تېروو.

د های وې سړک پر غاړه د لویې دښتې په منځ کې د تیږو جوړ یو رسټورانټ ولاړ دی. لوحې ته مې وکتل پرې لیکل شوي ( اعمده القدس – Pillars of Jerusalem). رضوان راته وویل چې دا د فلسطنیانو رسټورانټ دی او په منځ کې یې یو بازار ګوټی هم شته ځکه خو یې پر لوحه ورسره لیکلي ( استراحه مطعم بازار). زموږ د سفر مشر طارق ددې رسټورانټ ډېره ستاینه وکړه ویل یې خاص فلسطیني خواړه لري چې مقلوبه ورته وایي. دا خواړه له ترکارۍ، وریجو او غوښې پخېږي. کله چې پخه شي نو دیګ په بل مخ واړوي. زموږ ملګري لکه چې وږي شوي وو، ټول چټک چټک د رسټورانټ هغه برخې ته لاړل چېرته چې دیګونه او اشپزان زموږ په انتظار ناست وو. د ملګرو یوه حلقه جوړه شوه، دوو تنو اشپزانو لوی لوی دیګونه مخې ته کېښودل او عربي سندرې شروع شوې. هغوی او زموږ عرب ملګرو داسې په مستۍ او خوشالۍ سندرې وویلې چې موږ عجم یې حیران کړو. اشپزانو پر دیګونو ډول واهه او نورو ورته سندرې ویلې. یو څو دقیقې وروسته عربي سټایل لللللووللللوووولللووو شروع شوه، چکچې شوې او دیګونه یې په بل مخ واړول. د شوله وریجو تپونه پورته شول. زموږ له وطني شولې سره توپیر دا و چې منځ کې یې د چرګ غوښه او ترکاري هم اچول شوې وه. په دې رسټورانټ کې یو بازارګوټی هم و چې زیاتره په کې دودیزې جامې، نقاشۍ او ډول ډول تزییني شیان خرڅېدل.‌  د رسټورانټ نقاشیو او ډیزاین د فلسطیني فرهنګ ډېره ښه استازولې کوله. د دروازې ترڅنګ چپ لاسته یوه نجلۍ ناسته وه ډېره ښه خطاطي یې کوله، خلکو ته یې پر تیږو او نورو لرګینو توکو ایتونه او کلېمې لیکلې. هاخوا یوه بله ښځه وه هغې پر پردو نقاشۍ کولې او ډول ډول هنري شیان یې جوړول. دواړو راته وویل چې فلسطینیان دي خو اوس اردن کې ژوند کوي. لکه دمخه چې مې وویل دا رسټورانټ په یوه ارامه شګلنه دښته کې موقعیت لري. د سیلانیانو بسونه او لوی ټرکونه یې مخې ته لیدل کېدل. شاوخوا کورونه نه ښکاره کېدل او تر ډېره همدا های وې وه چې یوې او بلې خواته په دښته او غونډیو کې غځېدلې ده.‌ د بازار زیاتره دوکانداران ښځینه وو یوازې یو څو تنه نارینه مې په کې ولیدل چې قیمتي‌ ګوتې او نور توکي یې خرڅول. په زړه کې مې راتېر شول چې ګوره په دې اطرافي‌ سیمه کې چې شاوخوا نږدې کلي او کورونه نه ښکاري مګر بیا هم دلته مسلمانان ښځو ته د کار اجازه ورکوي او مقابل جنس زغمي خو له بده مرغه زموږ په وطن کې دا مهال دا چاره اپوټه ده.

که رښتیا ووایم مقلوبه خوړو یې ماته چندانې خوند رانه کړ، خو یوه ښه تجربه وه له خوند او ذایقې یې خبر شوم، عربانو ملګرو یې ډېره ستاینه راته کوله. که له خوړو یې راتېر شم بازارګوټي خوند راکړ ځکه زما د طبعې ډېر شیان په کې پیدا کېدل. زه له نقاشۍ، هنري توکیو، خطاطۍ او لاسي صنایعو سره مینه لرم او هر ځای چې یې وګورم که پیسې ولرم څه ناڅه خرچه کوم.

ډریور موټر ته پونده ورکړه. یوې درې ته ننوت چې د مار غوندې تور کوږ ووږ سړک په کې غځېدلی و. په موړونو کې به موټر هاخوا دیخوا کوږ شو، شېبه نه وه تېره چې قوي‌ بریک یې ونیو، د مېرمنو یاالله یاالله چیغې شوې. نږدې و موټر له کمره لاندې وښوییږي. زه نیم ودرېدم چې ګورم اوښ دموټر له مخې تېر شو. خدایه شکر بلا وه برکت یې نه و. کندهار او سالنګ یې را یاد کړل، د لاهور ډریوران مې مخې ته ودرېدل چې د چرسو سګرټی ووهي نور نو په هوا روان وي.‌

زه هسې هم له بسونو ډارېږم، په ذهن کې مې عجیبې عجیبې وسوسې زیږېدلې. که دا بس له دې کمر نه ښویېدلی وای نو بیا؟ بیا به مې ځان ملامت کړ چې هم دې چکر خوښ دی او هم دومره  تورزن یې چې په یوه بریک دې بوټ‌ زړه ووت، خو بیا به چیرته د کوټې په کونج کې ناست وې چایونه به دې څکل، غورې به دې کولې، دلته څه کوې؟ بس یو بل خطرناک موړ کې لږ تیز تاو شو او بیا ذهن کې وېره پیدا شوه، که دلته کومه حادثه وشي نو بیا؟ د کندهار-کابل لاره رایاده شوه چې یو بس په کې چپه شوی و او په شګو کې د مساپرو مړي پراته وو. ډېر په کې له ایران نه راغلي‌ مساپر و او د خپلو میندو، مېرمنو او اولادونو د دیدن په ارمان پاتې شول. هسې خو به نه وي چې زما هم اجل همدلته وي؟ که په ما دلته څه کیسه وشي مېرمنه به مې هلته په اشپزخانه کې مړه پرته وي. هغه به تر ما څنګه ورسېږي؟

شیطان ته مې لا حول وویلې او بېرته مې د غره لمنو او لارې ته سترګې واړولې. دا لاره له میلاد نه مخکې ان د اوسپنې له زمانې دی. پردې لاره د نبطیانو، رومیانو او بازنطینانو له اثارو ښکاري چې دا سړک لږ تر لږه ۸۰۰ کاله تر میلاد دمخه جوړ شوی دی او اوس هم د اردن، مصر او سوریې ترمنځ‌ مهمه تجارتي  لاره ده. ویل کېږي چې پخوا زمانو کې به له نورو عربي‌ سیمو مصالحې او عطرونه له همدې لارې  دنبطي حکومت مرکز پيټرا ښار ته تللې.‌

مازیګر زیړی لمر په لویېدو و چې وادي موسی ته ورسېدو.‌ د بسونو کاروان  مازیګر د لمانځه لپاره د غره په لمنه کې ودرېد. د لمر پریوتو صحنې د غرونو په لمنو او غونډیو کې خوندوره منظره پنځولې وه. یو څو عکسونه مې واخیستل. هوا تر عمان دلته سړه وه. تر لمانځه او دعا وروسته بسونو حرکت وکړ او نیم ساعت وروسته پیټرا ته ورسیدو. پیټرا کې ډېر زیات هوټلونه دي خو بیا هم سیلانیانو ته په کې په اسانۍ ځای نه پیدا کېږي. زموږ لپاره دلته په دوو هوټلونو کې ځای ریزرف شوی و ځکه په یوه هوټل کې ددومره لوی ګروپ لپاره خالي‌ کوټې نه وي. د نیمایي‌ کسانو لپاره د پیټرا ښار سره نږدې Marriott Hotel کې ځای نیول شوی و او زموږ هوټل Movenpick بیا شاوخوا لس دقیقې لرې و.  پرېکړه دا وشوه چې د ماښام ډوډۍ به ټول په ګډه مریوټ هوټل کې خورو او تر هغه وروسته به د سبا ورځې پر پلان خبرې کوو.‌ ‌ دواړه هوټلونه ډېر مجهذ او ښایسته جوړ شوي دي. ددې لپاره چې پيټرا ته زیات نړیوال سیلانیان راځي نو د نړۍ مشهور هوټلونه دلته شته او ښه سهولتونه یې برابر کړي دي. دا څوومه ورځ‌ ده چې زه په اردن کې یم، هوټلونه او رسټورانټونه یې ډېر ښایسته او مجهذ دي. ددې یو لامل ښایي دا هم وي چې دلته سیلانیان زیات راځي مګر دا هم مهمه ده چې دا خلک په تجارت او ټوریزم ډېر ښه پوهېږي. په زیاترو هوټلونو کې ما د ژبې ستونزه نه ده احساس کړې، اکثریت په انګریزي ژبه پوهېدل. د هوټل او هوټلدارۍ تجربه او مهارتونه یې دومره لوړ و، چې ددوی په لیدو به پر خپل وطن ژړا راغله.‌

په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت؛ نړیوال ظرفیت او تکراري محرومیت مې سترګو ته ودرېد. له بده مرغه د وروستیو لسیزو شرایطو افغانستان د نړۍ په سترګو کې د یوې ناامنې او خطرناکې سیمې په توګه مجسم کړی او له همدې امله دغه هېواد د ګرځندوی په صنعت کې میلیاردونه ډالره زیان کړی دی. خیالونو کې هغه باثباته افغانستان ته لاړم چې د ګرځندوی طلایی دوره وه. افغانستان د ۱۹۵۰ څخه تر ۱۹۷۰ کلونو پورې د سیاحت د زیربناوو د ودې شاهد و. لوکس هوټلونه، ریسټورانټونه او د سیاحت ځایونه چې زرګونه سیلانیان او لرغونپوهان به ورته راتلل. د اوسني وضعیت په اړه دا منفي ذهنیت څنګه ختم کړو، ایا اراده یې شته او کنه؟

د مریوټ هوټل دننه د دروازې ښي خواته یو ځوان ناست و او د پیټرا له شګو یې ډول ډول هنري شیان جوړول. ده به بوتل کې څو ډوله شګې واچولې او په شګو کې دننه به یې په ستنه نقاشۍ کولې، د خلکو نومونه به یې لیکل او داسې نور کارونه به یې کول. زما هم خوښ شو، شل ډالره مې ورکړل.  یوه واړه بوتل کې یې شګې واچولې، د دښتې، غرونو او اوښانو یوه ښایسته منظره یې په کې جوړه کړه.

تر ډوډۍ وروسته مو یوه لنډه غونډه لرله.  د غونډې په وروستۍ برخه کې له ملګرو وغوښتل شول چې د سفر په اړه خپل تاثر شریک کړي. ما یو څو خبرې وکړې، وروسته دوه تنه چې دواړه تورپوستي امریکایان وو، تر مسلمانېدو مخکې د خپل ژوند ډېرې جالبې خاطرې راسره شریکې کړې او ډېر زیات یې وژړل. ژړا یې په دې وه چې ولې یې دومره ډېر عمر په تیاره کې تېر شوی دی. دوی دواړو ویل چې د اسلام تر سیوري لاندې ژوند بېل خوند لري. یو بل تن چې پخوا د عیسایي‌ مذهب لوی عالم و او درې کاله مخکې په اسلام مشرف شوی هغه هم ډېرې ګټورې خبرې وکړې. په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې موږ به سبا هغې درې ته هم ورځو چېرته چې موسی علیه السلام ورک شوی و. هغه تیږه به هم له نږدې وګورو چې موسی علیه السلام په امسا ووهله او دولس ویالې ترې وبهېدې. د ملګرو له وضعیت نه معلومېده چې ټول ستړي شوي وو. وروستۍ خبره پر دې وشوه چې اوس به ټول خوب ته ولاړ شو او سهار اوه نیمې بجې بیا د همدې هوټل مخې ته راټولېږو او له هغه ځایه به د پیټرا لیدلو ته ورځو.

مقدس سفر | عزت الله شمسزی

5 COMMENTS

  1. السلام علیکم ګران ورور شمسزی صاحب،
    تاسو ته ښه سفر هیله کوو. مونږ ستاسو یونلیک تعقیبوو، ډېر په زړه پورې مطالب پکې شته .
    که ستونزه نه وي ، د پیترا ښار په هکله لږ تاریخي معلومات له لوستونکو سره شریک کړئ ، ډېربه ګټور وي . البته یو دوه ټایپي تېروتنې په وروستي مخ کې په لاندې ډول سره وي ، هیله ده چې د خپل یونلیک او خاطرو په برخه کې هغه اصلاح شي .
    مجهز به ز لیکل کیږي نه په ذ
    پیترا هم په ت لیکل کیږي ، ځکه دا لاتیني نوم دی او په لاتیني ګروپ ژبو کې ټ نشته ، له بلې خوا اوس دا ښار په عربي هېواد کې موقعیت لري او هغوی ورته بیترا وایی.

  2. نظري صیب له تبصرې مو مننه. د پیترا برخه راتلونکې اوونۍ خپرېږي. ټایپي تېروتنې مې په کتاب کې اصلاح کړې، هیله ده پر راتلونکو برخو هم راسره خپل نظر شریک کړئ. درنښت

  3. ما پرون د ښاغلی عزت الله خان د خواږه بیان د ستائتی تر څنګ لیکلی وه ( البته نوموړی تبصره می په ناڅاپی توګه ورکه شوه) :
    د اردن پایتخت امان نومیږی
    او
    عمان یو بل وړوکی خلیجی – عربی دی چی پایتخت ئې مسقط نومیږی.

  4. په پښتو ژبه کې موږ زورونه او زېرونه نه لیکو، ما ګوګل کې وکوت هلته د اردن په دولتي وېبسایټ کې هم د پلازمېنې نوم عمان لیکل شوی، زما په نظر عزت الله شمسزي سم لیکلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب