Homeخبرونهپه افغانستان کې د مخدرو موادو مخنیوی او پر اروپا یې منفي...

په افغانستان کې د مخدرو موادو مخنیوی او پر اروپا یې منفي اغېز

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۲۳ مه) په افغانستان کې د طالبانو له لوري د کوکنارو د کښت له مخنیوي او د کوکنارو د کروندو له اړولو وروسته د اروپايي اتحادیې د نشه يي موادو د څارنې مرکز خبرداری ورکړ چې باید په راتلونکې کې د هیروینو د کمښت پایلو ته چمتو واوسي.

په 2022 ملب کې، طالبانو د کوکنارو په کښت باندې بندیز اعلان کړ. د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو دفتر (UNODC) اټکل کوي چې د بندیز له لګېدو راهیسې د مخدرو موادو په تولید کې 95٪ کمښت راغلی دی.

د ملګروملتو د مخدرو موادو او جرمونو د ادارې ريیس الیکسس ګوسډیل وايي:«د سپوږمکۍ د عکسونو تحلیل ښیې چې دا بندیز پلي کیږي. څه چې موږ پوهیږو هغه دا دي چې لاهم په افغانستان کې د هیروینو زېرمه شته، نو موږ تمه کولی شو، مخکې تر دې چې په بازارونو کې هیروین کم شي، وخت ته اړتیا ده.»

ګوسډیل وايي چې لا دمخه د اروپايي اتحادیې په ځینو غړو هیوادونو یا بریتانیا کې داسې نښې شته چې د مخدرو موادو د اکمالاتو کموالی ښيي.

ده د ملګروملتو د مخدرو موادو او جرمونو ادارې د وروستي کالني راپور په وړاندې کولو کې وویل: «پوښتنه دا ده چې راتلونکی به څه وي؟ خطر دا دی، هغه کسان چې هیرویین کاروي هغوی به نورو مخدرو موادو ته، چې ارزانه او اسانه موندل کېږي خو د هیروینو پرتله لا ډېر خطرناکه دي، واوړي. ځینې ​​​​یې د مورفین په پرتله 700 ځله ډیر قوي دي.»

هیروین په اروپا کې تر ټولو عام کارول کېږي او د ګڼو خلکو د مړینو او روغتیايي وضعیت د خرابیدو سبب کېږي خو هغه کسان چې تازه مخدرو موادو ته مخه کوي، اوس تر پخوا لږ یې هیروین څکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...