شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+ګل روزنه | رحمت شاه فراز

ګل روزنه | رحمت شاه فراز

کتاب:

(دوهمه برخه)

۶- احترام کول نه، احترام لرل

ماشوم ته د درناوي ظاهري اعمال ښودل هم ښه خبره ده، خو ماشوم ته احترام کول مه ور زده کوئ، احترام لرل ور زده کړئ‌.

احترام کول دا ده، چې مخامخ ورته بوټان سموې او پسې شا د ماشوم په مخکې وايې، چې دا بوټ مې يې په سر ورکړی وای. ماشوم هم دا خبره درنه زده کوي.

احترام لرل دا دي، چې شخص وي يا نه وي، ماشوم يې بد ياد نه کړي، ښې خبرې يې ذهن کې ولري او ونه وايي چې اوس خو مې نه اوري، نه ويني.

له ماشومه ډېر مه غواړئ، چې زما يا د پلاني احترام وکړه، بلکې احترام لرل په عمل کې ورته وښيئ. ماشوم ته هم يو ډول درناوی او احترام ولرئ. خبرې ته يې غوږ ونيسئ. چې مجلس ته راشي، لږ ځان در ټول کړئ او خبرو سره پام کوئ. ماشوم به دا ټول درنه زده کړي او بله ورځ به يې په ژوند کې عملي کړي.

۷- دوست نه، دوستانه شئ

دوستي بې واټنه اړيکه ده. خو دوستانه اوسېدل ستاسې او د ماشوم ترمنځ د يوه واضح واټن برقراره ساتل دي. دا واټن له منځه مه وړئ.

له واټن پرته ډېر ښکلی څيز هم بدرنګه برېښي، خوبصورتي يې له منځه ځي او بدصورتي يې رابرسېره کېږي. سپوږمۍ له نږدې يو سپېره مخ لري.

تاسو به پر ماشوم نيوکې هم کوئ. ماشوم بايد تاسو ته غوږ هم ونيسي، ستاسو درناوی هم بايد وکړي. ماشوم ستاسې له نصايحو او خبرو پرته سالمه روزنه نه شي ليدلی. دا ټول د واټن په شتون کې امکان مومي، په دوستي کې نه کېږي.

انسانان مرتبې او درجې لري. مور او پلار په يوه درجه کې دي. اولادونه په بله درجه او په بله مرتبه کې. واټن چې نه وي، د مرتبو دايرې ګډېږي او ګډې وډې دايرې هم خپله ښکلا له لاسه ورکوي.

۸- د خپل ماشوم استاذ وپېژنئ

يوه لاره دا هم ده، چې له ماشوم سره يې د استاذ په هکله خبرې وکړئ. پوښتنې ترې وکړئ، چې چلن يې ورسره څه شان دی، ماشوم ته په کوم نوم غږ کوي، کومې خبرې ډېرې ورته کوي. د تدريس په شيوه کې يې نيوکې ډېرې دي او که تشويق او هڅونه.

تر دې اغېزمنه لاره يې دا ده، چې له استاذ سره مخامخ ملاقات وکړئ. چال و چلن ته يې ځير شئ. ملګرتيا ورسره وکړئ، د ژوند په موخو او لرليد يې ځان پوه کړئ، په مذهبي او ټولنيزو ليدلورو يې ځان خبر کړئ.

استاذ ستاسو د ماشوم لپاره د رول ماډل حيثيت لري، وګورئ، چې د ماشوم رول ماډل مو څنګه دی او دا هم وګورئ چې د استاذ رول ماډل څوک دي؟

ليدنه مو چې وکړه، خپل ماشوم مو هم خبر کړئ، چې تاسو يې له استاذ سره وليدل او په دې يې هم پوه کړئ، چې ولې مو ورسره وليدل. دا مو له ماشوم سره اړيکې ته يو نوی جوهر، يو نوی صورت وربښي.

۹- د کارونو وېش

که څو ماشومان لرئ، ترمنځ يې کارونه ور ووېشئ.

ډېر کله د ماشومانو اړوند يو کار چې راشي، زموږ مشران عمومي غږ وکړي، ورشئ، پلانی کار وکړئ‌. ماشومان خپلو کې يو بل ته ګوري، يو يې هم نه کوي. بلاخره يوه ماشوم ته په نوم امر کېږي چې ويې کړي. خو کوم يو چې کار ته ځي، نورو ته يې زړونو کې غوسه پارېږي.

دا خبره هم ليدل شوې، چې يو ماشوم ګيله کوي، چې ټول کارونه زه کوم، پلانی يې ولې نه کوي؟ زموږ ځواب عموما دا وي، چې ته خو تکړه سړی يې.

دا سم ځواب نه دی. په ماشوم يې تاثير منفي دی. د ماشومانو ترمنځ کارونه ووېشئ. ښه عادت دا دی، چې د هر ماشوم کار په نظر کې ونيول شي، تر څو معلومه وي، چې چا څومره کار کړی.

د شپې دې د کورنۍ مشر، ماشومان ځان سره کېنوي، پوښتنه دې ترې وکړي، چې کوم کوم کارونه يې کړي، بيا دې ورته افرين او شاباسی ورکړي. تر څو ماشومان د کار په ارزښت پوه شي او خبر شي، چې کار بايد وکړي.

۱۰- له ښوونځي سره تماس کې اوسئ

ماشوم مو چې ښوونځي ته ولېږه، لاس تر زنې مه کېنئ او د ښوونځي رحم و کرم ته يې مه حواله کوئ. له ښوونځي سره فعاله اړيکه وساتئ.

ماشوم په کومو درسونو کې تکړه، متوسط يا کمزوری دی، د دې معلوماتو ښه ادرس د ښوونځي اداره ده. وخت په وخت ښوونځي ته سر ورښکاره کړئ، د ماشومانو لپاره له نويو برنامو يې ځان خبر کړئ.

په کور کې ماشوم ته دا خبرې مه کوئ، «افرين، ښوونځي کې دې همدا را زده کړي؟» پخپله ښوونځي ته ورشئ او پوښتنه وکړئ، چې ولې يې زده کړي او چا ور زده کړي؟ ايا د مخنيوي لارې چارې يې سنجول شوې يا خبره توکل په خدای ته پاتې ده.

ټول ښوونځي تعليم او تربيې ته نه دي جوړ شوي، د زياترو هدف تجارتي دی،‌ ماشوم مو د تجارتي پلازو پلورتوکی نه دی. د انسان روزنې مرکز ورته ولټوئ.

دا کار مو که تر اوسه نه وي کړی، سر له ننه يې وکړئ. دير آيد درست آيد!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب