د یوې موضوع د څېړنې یو اصل دا دئ، چې د څېړنې تر بشپړتیا وروسته د لیکوال او څېړونکي له خوا په کراتو کراتو ولوستل شي او بیا بیا وکتل شي؛ تر څو د څېړنیزې موضوع هر اړخیز حق ادا شوی وي او داسې خنډ، ستونزه او نیمګړتیا پکې نه وي پاتې شوې، چې هغه د یوې بشپړې اکاډمیکې څېړنې سره په ټکر کې واقع شي.
هو! دلته دا یادونه هم اړینه ده، چې ووایو؛ څېړنه پای نه لري او په هره موضوع باندې بیا بیا څېړنه او لیکنه کېدلی شي؛ خو څېړونکی او لیکوال باید هڅه وکړي چې د څېړنیزې یا ذوقي او معلوماتي لیکنۍ موضوع حق پر ځای کړي.
له دې پورته پاملرنو سره سره بیا هم اړینه ده، چې ادبي لیکنه باید د لیکنې په معیارونو برابره وي؛ ځکه چې ادبي لیکنه همدې ته وایي چې په تول برابره وي او د ژبې هنریت، اصلیت او ګرامري قواعد یې هم په پام کې نیول شوي وي.
که موږ غواړو چې زموږ لیکنه د هر اړخیز جوړښت له مخې سمه وي؛ نو بیا هم اړینه ده، چې د یو مسلکي لاسبري شخص تر نظر وړاندې شي.
هغه مسلکي او په موضوع لاسبری شخص چې لیکنه سموي، د متن تصحیح کوي موږ یې په پښتو او دري ورځپاڼو، اوونیزو، مجلو او مهالنیو کې د کتنپلاوي، هیئت تحریر، د تحریر غړي په نوم پېژنو چې په انګلیسي ژبه کې ورته ایډېټور او پروف ریډر ویل کېږي.
دوي د خپل مسلک او پوهې سره سم اړوندې لیکنې او مقالې لولي او نیمګړتیاوې یې په نښه کوي، کله چې یوه لیکنه له دې پړاو څخه ووځي؛ نو بیا ویلی شو چې دا لیکنه د چاپ وړ او د اړوند مسلک د شایقینو د پام وړ ده.
خو کتنپلاوی یا ایډیټور هم مکلف دی چې موضوع ته سرسري نظر و نه کړي او په پوره غور او صداقت سره یې په هر اړخیزه توګه نچوړ کړي او بیا پرې خپل نظر ولیکي.
موږ اوسمهال په خپل هېواد کې دوه ډوله ډوله کتنپلاوي او د متن تصحیح کوونکي لرو؛ چې یو یې خپلواک او بل یې د معیار تابع دي.
خپلواک ایډیټور متن د خپل ذوق او خوښې له مخې تصحیح کوي، چې زموږ په ځینو چاپي ټولیزو خپرونو کې فعالیت لري.
د معیار تابع ایډېټوران بیا په علمي او اکاډمیکو موسسو پورې تړلي دي، چې دوی په معیاري ایډیټ کې د پوره واک څښتنان دي چې متن په پوره ادبي او ژبني امانت په پام کې نیولو سره تصحیح کوي.
د ادبي متن غوره تصحیح کوونکی او ایډیټور هغه څوک دی، چې متن ته په سرسري نظر و نه ګوري.
ادبي متن د ټولو علمي او اکاډمیکو معیارونو په رڼا کې تصحیح کړي.
د متن د ایډیټ او تصحیح پر مهال شخصي ذوق و نه پالي.
د موضوع هدف او پیغام ته د تصحیح پر مهال زیان و نه رسوي.
په متن کې د لیکوال یا څېړونکي تحلیل او نظریاتو ته د موضوع په تړاو ارزښت ورکړي.
دا او دې ته ورته ځینې نورې ښېګړې چې د ادبي متن تصحیح کوونکی یې باید ولري د ایډېټور مهمې ځانګړنې ګڼلی شو.
په متن کې د لیکوال تحلیل او نظر د موضوع مهمه برخه تشکیلوي، چې همدا تحلیل او نظر په اصل کې څېړنه بشپړوي او د نوښت د رامنځته کېدلو لامل ګرځي.
د پایلې په توګه ویلی شو چې کتنپلاوی او د متن تصحیح کوونکی باید د نورو پاملرنو سره سره په ادبي لیکنه کې د لیکوال یا څېړونکي تحلیل او نظریو ته تر بل هر څه ډېر پام وکړي؛ خذفول یې ښه نه دي او که د لا غني کېدلو سپارښتنه یې کېدای شي، دا به د لیکنې جوهر لا خواږه کړي.
ښاغلی صابر، مننه چې لیکنه مو کښلې:
تاسو د لیکني په پورتنۍ برخه کې لیکئ:
((چې ادبي لیکنه باید د لیکنې په معیارونو برابره وي؛ ځکه چې ادبي لیکنه همدې ته وایي چې په تول برابره وي…))
کوم معیارونه؟
څه ډول تول مو مرام دی؟
همداسي د متن په منځ کې لیکئ:
(( ادبي متن د ټولو علمي او اکاډمیکو معیارونو په رڼا کې تصحیح کړي.))
هغه علمي او اکاډمیک معیارونه کوم دی؟
والسلام