شنبه, مې 4, 2024
Homeمقالېد بیت المال چور د افغانانو دود ګرځېدلی

د بیت المال چور د افغانانو دود ګرځېدلی

لیکنه: هیلۍ اسد

 کوم ملت همغه چې ټول عمر یې په سوال او د بیت المال په غلا او چور کولو کې تیر شو؟

وایي، افغان ملت له جګړې او بدبختیو تنګ دی

کوم ملت همغه چې ټول عمر یې د کاذبې سولې او نیکمرغۍ غوښتنې کړې، همغه ملت چې اولاد ښوونځي ته نه لیږي او د دارلمعلمین او ښوونځي وسایل چور کوي؟؟

زه خو کله کله په دې هم شرمیږم چې دوی ته د افغان کلمه استعمال کړم.

دا ارزګانی چې د دارلمعلمین وسایل چور کوي او هغه هلمندی چې د پوستې له سقوط وروسته وسایل په منډو کورونو ته وړي.

تیره شپه مې د ارزکان ولایت د دهراود ولسوالۍ د دارلمعلمین په هغه ویډیو کې کتل چې یو کس په ډېرې بې شرمۍ او سپین سترګۍ د ټولګي په دروازه پورې زانګي تر څو له چوکاټ او اندرشۍ پرته یې خپل کور او اولادونو ته یوسي.

ته به څومره وږی یي؟!
ستا اولادونه به څومره بې سرپنا وي چې دا نیمه ماته دروازه به یې درد دوا کړي؟

یوازې ته به جګړه کې یي!
یوازې ته له دې بدمرغې جګړې متضرر یي؟!

ته خبر یې کله چې ۷۵ کلونه مخکې امریکا د جاپان په هیروشیما او ناګاساکي ښارونو اټوم بمونه وغورځول، د هغې ښار خلکو او د جاپان اوسېدونکو څنګه ژوند کولو؟

ته پوهیږي چې هغوي د جګړې په اور کې سوځېدلی جاپان څنګه ورغولو؟

ته په دې هم پوهیږي چې له هغه بمونو غورځولو وروسته د جاپان خلکو په کلونو په یو کچالو وخت تیروه؟

خو هغه جاپانیانو خپل بیت المال کورونو ته رانه وړو
هغوي عامه ځایونه ونه نړول او همغه جاپانیان نن له تاسره ۷۲۰ میلیونه ډالر مرسته کوي.

افسوس
منحیث د یوې افغانې زما لپاره اوسنۍ جګړه او دا شته بدبختۍ دومره ځورونکې نه دي څومره چې د دې ارزګاني او د هغې ورځې د هلمندي دا ټیټ او د وحشت ډکه مفکوره ځورونکې ده، خو دا هم یو واقعیت دی چې جګړه د انسان د سر او مال سربېره د هغوي اخلاق او وجدان هم ور وژني.

1 COMMENT

  1. د جهاد کاروان چې راغی فساد راغی
    مجاهد په تش لاس ولاړ خو اباد راغی
    د تقوی لافې یې ټولې مسخره شوې
    چی مسلم توره په لاس کې جلاد راغی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب