شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد مالیې وزارت ته د امرالله صالح ګواښ

د مالیې وزارت ته د امرالله صالح ګواښ

تاند (پنجشنبه د قوس ۶) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د مالیې وزارت په قصدي توګه د بې پلېټه موټرو د ثبت پروسه ځنډولې او په دې برخه کې سرغړونه کوي.

ښاغلي صالح نن پنجشنبه د ۰۶:۳۰ بجو په امنیتي غونډه کې ویلي، د مالیې وزارت د دغه عمدي کار پر وړاندې لوی څارنوالۍ په دې برخه کې مداخله کړې ده.

نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې یاد وزارت دې کارونه نه ټکني کوي او خلکو ته دې په منظم ډول خدمات وړاندې کړي.

هغه ګواښ کړی که دا پروسه همداسې ټکنۍ وي، اړ به شي چې د مالیې وزارت ډېر کارمندان څارنوالۍ ته معرفي کړي.

په ورته مهال امرالله صالح وايي، پولیسو او ملي امنیت د ښاري انضباط لپاره د مصادره شویو موټرو څخه په ځانګړي پېلټ سره د ګزمو لپاره کار پیل کړی دی.

نوموړي زیاته کړې تر اوسه پورې سلګونه بې اسنادو موټر له قانون ماتونکو څخه نیول شوي او د پولیسو او ملي امنیت په ښاري ګزمو کې ترې کار اخیستل کېږي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي د جرایمو د کچې د کموالي لپاره همدا بهتره لاره ده چې بې پلېټه موټر قانوني او اسناد ورته واخیستل شي.

د مالیې وزارت د تېرې عقرب میاشتې په لسمه نېټه د بې ‌اسناده وسایطو مالکانو ته دوه میاشتې وخت ورکړی وو، څو خپل موټرونه ثبت کړي او که په یاده موړه کې قانوني اسناد وا نخلي د فعالیت مخه به یې ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب