شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهپه نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر تر ۶۰ ملیونو...

په نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر تر ۶۰ ملیونو واوښت

تاند(پنجشنبه، د قوس۶) په امریکا کې د کورونا وایرس د پېښو له زیاتېدو سره په نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته شویو کسانو شمېر تر ۶۰ ملیونو واوښت.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا روغتیايي چارواکو له خپلو هیوادوالو وغوښتل چې د شکر ایستلو (Thanks giving) د ورځې په رخصتۍ کې له سفر کولو ډډه وکړي او په دې مناسبت په کورنیو مېلمستیاوو کې راټول نه شي.

دوی وايي، له خبرداریو سره سره ډېر امریکایان د شکرایستلو د ورځې په مناسبت مېلمستیاوې کوي او یا سفرونه کوي او له همدې کبله باور کېږي چې د کورونا پېښې به نورې هم ډېرې شي.

د امریکا د ساري او انتاني ناروغیو د مرکز ريیس ډاکتر انتوني فاوچي یو وار بیا پر خلکو ږغ وکړ چې د کورونا لپاره اعلان شوي مقررات رعایت کړي لکه له یو بله لازم واټن ته پام وکړي، ماسک وکاروي او په یو ځای کې له راټولېدو ډډه وکړي.

د امریکا په ځینو ایالتونو کې د کورونا د ډېرېدو له کبله ښوونځي او رستورانونه بند شوي او د نیویارک په شان په ځینو ښارونو کې نوي بندیزونه اعلان شوي دي.

په همدې حال کې په پام کې ده چې ژر په امریکا کې د کورونا پر ضد عمومي واکسیسناسیون پیل شي.

د رویټرز خبري اژانس پر اساس، تر یوې اوونۍ په لنډه موده کې په امریکا کې یو ملیون تنه په کوویډ نولس اخته شوي دي او اوس په دغه هیواد کې د کورونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۲ ملیونه او ۷۴۲ زرو ته رسېدلی دی.

همداراز په دې هیواد کې ۲ لکه ۶۰ زره تنه په دې وبا مړه شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، تر پرون چهارشنبې پورې په درسته نړۍ کې تر ۶۰ ملیونه ډېر کسان په کورونا وایرس اخته شوي او یو ملیون او ۴ لکه تنه ورڅخه مړه شوي دي.

په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې هم د کورونا پېښې په بې ساري ډول زیاتې شوي دي. خو په افغانستان کې ډېر خلک روغتونونو ته مراجعه نه کوي او ډېر خلک نه وايي چې په دې وایرس اخته شوي یا یې عزیزان ورڅخه مړه شوي دي.

خو د جنازو د اعلانونو د شمېر له زیاتېدو څخه څرګندېږي چې کورونا یو وار بیا په زیاتېدو ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب